ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور تيوره ولسوالۍ هم طالبانو نيولې

د غور تيوره ولسوالۍ هم طالبانو نيولې

author avatar
23 Jul 2017 - 14:22
د غور تيوره ولسوالۍ هم طالبانو نيولې
author avatar
23 Jul 2017 - 14:22

فيروزکوه (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د غور ولايت سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې نن سهار د دغه و لايت تيوره ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو لاس ته غورځېدلې ده.

د غور د ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان نن (د زمري لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تيوره ولسوالۍ نن سهار ٧:٣٠ بجې د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې ده.

د غور ياد سيمه ييز چارواکي دغه راز وويل چې په دې نښته کې ٣٥ ولسي پاڅون کوونکي هم وژل شوي دي.

هغه وويل، امکان لري چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په اړه يې کره معلومات په لاس کې نه لري.

د ولايتي شورا د مشر معلوماتو پر بنسټ، تيوره ولسوالي له هغه وروسته د طالبانو له لوري سقوط شوه، چې په ياده ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو ته مرسته ونه رسېده او دوى د پېښې په پايله کې شاتګ ته اړ شول.

احسان دغه راز يادونه وکړه، چې وسله وال مخالفين پر شهرک ولسوالۍ هم د بريد نيت لري، چې ياده ولسوالۍ د تيورې ولسوالۍ په ګاونډ کې پرته ده.

سرچينې د دې خبرې په څرګندولو سره  چې د ياد ولايت د پساوند ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو تر کلابندۍ لاندې ده، له مرکزي او سيمه ييز حکومت غوښتنه وکړه، څو دا ډول وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او يادو ولسواليو ته ډېر ځواکونه او امکانات ولېږي، څو د طالبانو د پرمختګ مخنيوى وکړي.

تيوره ولسوالۍ د غور مرکز فيروزکوه ښار په ١٨٠ کيلومترې کې پرته ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې لسګونه سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې له امنيتي ځواکونو يې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، نن سهار  د فارياب امنيتي سرچينو ويلي چې د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش د طالبانو په يوه بريد کې له لاسه وتلى او اوسمهال د دې ولسوالۍ خيراباد کلي کې شاوخوا ٢٠٠ امنيتي ځواکونه کلابنده دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.