ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې

د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې

author avatar
23 Jul 2017 - 18:44
د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې
author avatar
23 Jul 2017 - 18:44

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نیټه،۹۶) : په کابل کې د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې.

 د پاکستان سفارت لخوا د زمري په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ازموینې دراتلونکې جمعې په ورځ د زمري په ۶مه، نیټه پیلیږي او څلور ورځې به دوام کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغو ۷۰۰ بورسونو کې یې ډیری دلیسانس دي، خو د ماسترۍ او دوکتورا بورسونه هم پکې شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دازموینه د کابل په سفارت، د جلال اباد، کندهار، هرات او مزار شریف ښارونو په کونسلګریو کې اخیستل کیږي.

سرچینې ویلي، هغو  محصلینو ته چې دې بورسونو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، هغوی ته ځانګړې شمېرې د اي میلیونو له لارې لیږل شوي ، دغه راز د پاکستان د سفارت په ویب پاڼه کې هم خپاره شوي دي.

پاکستان ویلي، چې اوس مهال درې زره  افغان محصلین د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو په زده کړو بوخت دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.