جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د هوايي او ځمکنيو بريدونو او وسله والې نښتې پر مهال ننګرهار او لغمان ولايتونو کې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول څخه د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامند درې سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه د داعش وسله والو پر مورچو هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړي دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د يادو بريدونو پر مهال چې په تېرو څلرويشت ساعتونو کې ترسره شوي پنځه داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسلې يې هم له منځه تللې دي.
د خوږياڼي په وينا، په دغو بريدونو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د ولسي خلکو او وسله والو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده نښته پرون سهار د دې ولسوالۍ اړوند پشه ګل کلي کې رامنځته شوې ده.
بلخوا وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن