ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د کندوز-تخار  لارې له بندېدو شکايت لري

خلک د کندوز-تخار لارې له بندېدو شکايت لري

author avatar
24 Jul 2017 - 17:35
خلک د کندوز-تخار  لارې له بندېدو شکايت لري
author avatar
24 Jul 2017 - 17:35

 کندوز( پژواک،٢زمرى٩٦): دکندوز ولايتي شورا او يوشمېر استوګن د کندوز-تخار لارې خلاصېدو ته د حکومت په نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي، پنځه ورځې کېږي چې دغه لار د طالبانو له خوا تړل شوې؛ خو حکومت يې د خلاصېدو لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى.

د کندز د ولايتي شورا مشر امرالدين ولي،امنيتي او سيمه ييز چارواکي پر کمزورۍ تورن کړل او وايي چې تر اوسه پورې په کندوز کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره داسې هېڅ  عمليات نه دي ترسره شوي چې نتيجه دې ولري.

 هغه له مرکزي ادارې او ځايي چارواکو وغوښتل چې د کندوز امنيت په ځانګړې توګه د کندوز-بغلان لويې لارې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه:" هر وخت چې جګړه وشي، بيا دولت عمليات ترسره کوي؛ کله چې وضعيت لږ  ارام وي، عمليات نه کوي تر څو نا امنه سيمې پاکې کړي، دغه عمليان نمايشي دي او تر اوسه پورې په کندوز کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره هېڅ اساسي ګام نه دى پورته شوى."

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړى صفي الله اميري وايي چې په کندوز ولايت کې امنيتي چارواکي او سيمه ييز مسوولين همغږي نه لري او دغه کار د دې لامل شوى چې وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو سره لا خراب شي.

هغه وايي:"پنځه ورځې کېږي چې د کندوز-تخار لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې،د سيمې خلک سخت اندېښمن دي او ټول کارونه يې پاتې دي، د امنيتي وضعيت د خرابېدو يو لامل د چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتوالى دى او که  ښه همغږي واى دغه لاره هېڅکله نه بندېده."

د کندوز ښار په "چرخ اب" سيمه کې د ملي اردو سرتېري لعل محمد وويل چې تر اوسه پورې د لوړ پوړو مسوولينو له خوا دوى ته د عملياتو امر نه دى شوى.

هغه زياته کړه:" پنځمه ورځ ده چې لاره بنده ده تر اوسه پورې اجازه نه ده راکړل شوې چې عمليات پيل کړو او احتمال لري چې په همدې شپو ورځو کې عمليات پيل شي او دغه لاره هم د ترافيکو پرمخ خلاصه شي."

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي عمر وويل چې د کندوز-تخار لويې لارې تړل کېدو د خلکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځ ته کړې او دولت بايد ژر تر ژره دغه ستونزې ته رسيدګي وکړي.

 هغه وويل:" لاره د کندوز د کټه خېلو پوستې په سيمه کې د ترافيکو پرمخ تړلې ده، خلک  پر  ډېرو خرابو لارو تګ راتګ کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او بايد ژر تر ژره پرانيستل شي تر څو خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي."

د کندوز  ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل چې دغه لاره په ځينو حالاتو کې د نښتو له امله تړل کېږي؛ خو اوس مهال عمليات روان دي تر څو ګواښوونه لرې شي او لاره د ترافيکو پرمخ په بشپړه توګه خلاصه شي.

نوموړي زياته کړه:" د لارې خلاصېدل له امنيتي وضعيت سره تړلي، کله چې نښتې رامنځ ته کېږي، لاره د خلکو پرمخ تړل کېږي او کله چې وضعيت يوڅه ښه شي، لاره هم د خلکو پرمخ پرانيستل کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.