ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې وسله وال طالبان وايي، د دې لپاره چې خلکو ته کار وشي، د بيارغونې او پرمختايي پروژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.
د مرکز ګردېز اړوند د غړق او څپړۍ سيمو اوسېدونکي هم په بېلابېلو برخو کې ورته د پرمختيايي کارونو غوښتنه کوي او وايي چې وسله والو هم ورسره په دې چاره کې هوکړه کړې ده.
د دې سيمې قومي مشر عبدالله د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سيمې اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې پرمختيايي او د بيارغونې چارو ته اړتيا لري.
هغه وايي: ((موږ کار غواړو او په دې برخه کې د کارکوونکو د امنيت او خونديتوب ډاډ ورکوو؛ هيله ده چې دولت او ادارې پام وکړي.))
هغه وويل چې وسله والو طالبانو له دوی سره هوکړه چې د پرمختيايي او بيارغونې پروژو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.
د څپړۍ سيمې اوسېدونکي ګل مير هم پژواک ته وويل چې د دې سيمې اوسېدونکي د پرمختيايي پروژو پلي کېدو ته سخته اړتيا لري.
هغه وايي: ((کافران دې راشي کار دې وکړي خو مقصد چې موږ ته کار وشي، هېڅوک ورته مشکل نه جوړوي.))
د ګل مير د معلوماتو له مخې، د دې سيمې اوسېدونکي د روغتيا، کرنې، پوهنې او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده هم وويل چې د دې سيمې وسله والو طالبانو له قومي مشرانو سره هوکړه کړې چې د پرمختيايي پروژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.
د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو ورته څرګندونې وکړې.
په ورته وخت کې د همدې سيمې د وسله والو طالبانو قوماندان ملا هلال پژواک ته وويل چې د دې سيمې واک له طالبانو سره دى او ټولې چارې د دې په خوښه په کې ترسره کېږي.
ده وويل: ((هر هغه کار چې نظامي تحرکات ونه ولري موږ ورسره مشکل نه لرو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن