جلال اباد (پژواک ۲ زمری ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي، هسکې مېنې ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال ۲۳ داعش وسله او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
دغه راز د نښتې په وخت کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د هسکې مېنې ولسوالۍ ګاګرې او کمپ پاپين سیمو کې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ مخامخ جګړه شوې ده.
ده زياته کړه، د يادې جګړې په ترڅ کې ۲۳ داعش وسله وال ووژل شول او ۲ ژوندي ونيول شول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د جګړې پر مهال هوايي بريدونه هم شوي او په وژل شویو داعش وسله والو کې بهرنيان هم شامل دي.
هغه دغه راز وويل، د جګړې سيمې ته نږدې دوه داعش وسله وال د پولیسو له لوري ژوندي نيول شوي دي.
د والي وياند دا هم وويل، په دغه جګړه کې د کورنيو ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او د يوه سرحدي پولیس په ګډون د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
داعش وسله والو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې پېښې يوه ورځ وړاندې همدې سيمې ته په نږدې مريز کنډو سيمه کې د يوې ورته نښتې پرمهال پر ملکي خلکو هوايي وشو، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن