ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلورل شوې ماشومه بېرته د مور غېږ ته ستنه کړاى شوه

پلورل شوې ماشومه بېرته د مور غېږ ته ستنه کړاى شوه

author avatar
24 Jul 2017 - 18:31
پلورل شوې ماشومه بېرته د مور غېږ ته ستنه کړاى شوه
author avatar
24 Jul 2017 - 18:31

شبرغان(پژواک،٢زمرى٩٦):د جوزجان والي د جګړې ځپلې يوې کورنۍ ماشومه چې د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ کې يې د پلار له خوا پلورل شوې وه، بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل  شوه.

د جوزجان والي مولوي لطف الله خپلې کورنۍ ته د دغې ماشومې د سپارلو پرمهال وويل چې دغه ماشومه به شپږ مياشتې د عامې روغتيا تر څارنې لاندې تغذيه شي او د ولايت مقام په پام کې لري چې خوراکي توکو ته د ماشومې د مور او پلار داسانه لاس رسي له امله د دوو کلونو لپاره له هغوى سره د اړتيا وړ توکو مرسته وکړي.

هغه زياته کړه:" په هر ډول شرايطو کې د ماشومانو پېرل او پلورل، د ټولنيزو اخلاقو د مقرراتو او د هېواد د نافذه قانون خلاف عمل دى، جرم ګڼل کېږي او له دې وروسته که چېرې څوک دا کار وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي."

هغه د عبدالبصير نومې کورنۍ ته ٤٢زره افغانۍ ورکړې چې د حميد الله اووه  ورځنۍ ماشومه يې پېرلې وه او ياده شوې ماشومه يې خپلې مور ته وسپارله.

د جوزجان والي د حميدالله د کورنۍ له غړو سره درې بورۍ اوړه،١٥ليتره غوړي، يو نيم من بوره او درې بورۍ وريجو مرسته وکړه.

د پلورل شوې ماشومې پلار، حميد الله د جوزجان له والي څخه مننه وکړه او ويې ويل چې له دې وروسته به خپل ماشومه نه پلوري.

حميدالله چې ډېرې خبرې يې نه شواى کولى، خو په ډاګه يې کړه چې ناسم کار يې کړى او له خپل عمل نه پښېمانه دى.

د يادې شوې ماشومې مور زبيدې هم د خپلې ماشومې د بېرته تر لاسه کولو په اړه خوښي وښوده او وويل:((له خپلې ماشومې نه سمه ساتنه کوم، نور چاته اجازه نه ورکوم چې له شتون يې ناسمه ګټه واخلي.))

په همدې حال کې، د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې مېرمن مغفرت صميمي د جګړې له امله زيانمن شويو کورنيو د خراب اقتصادي وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې بې وزلي، خوراکي توکو ته نه لاس رسى او کډوالي د دې لامل ګرځي چې ځينې کورنۍ پر دغه اقدام لاس پورې کړي.

هغې زياته کړه:" زه شاهده يم چې د جګړې له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ  د اړتيا وړ لومړنيو توکو د برابرولو له امله خپل د ډېر عمر بچيان هم پلورلي دي او د دولت له لوړ پوړو چارواکو څخه غواړم چې د امنيت د خونديتوب په برخه کې ګام پورته کړي او پر ټولنه دې د جګړې د زيانونو او د هغو د منفي پايلو مخه ونيسي."

حمید الله چې شپږ مياشتې مخکې په درز اب ولسوالۍ کې د داعش، طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د خپل کور پرېښودلو ته اړ شو، ٢٢ ورځې وړاندې يې خپله د اوو ورځو ماشومه د اقچې ولسوالۍ پر استوګن عبدالبصير د ٤٢ زره افغانيو په بدل کې وپلورله او په هغو پيسو يې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي او نور اړين توکي برابر کړل، خو وروسته د پلار توب احساساتو او عاطفې اړ کړ چې ماشومه  بېرته خپلې کورنۍ ته را وګرځوي.

دغه ماشومه خپلې کورنۍ ته وروسته له دې وسپارل شوه چې د پلورلو خبر يې د پژواک خبري آژانس له لارې خپور شو او وروسته په نورو رسنيو کې هم منعکس شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.