ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو لس خبریالان وژل شوي

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو لس خبریالان وژل شوي

author avatar
25 Jul 2017 - 17:09
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو لس خبریالان وژل شوي
author avatar
25 Jul 2017 - 17:09

کابل (پژواک، ٣  زمرى ٩٦): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ٢٠١٧کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د ٧٣ قضيو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دا شمېرې د وروستيو ١٦ کلونو لومړيو شپږو مياشتو کې بې مخينې دي.

د يادې کمېټې مشر نجيب شريفي نن د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د شپږ مياشتيني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې په وروستيو ١٦کلونو کې افغانستان کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٦٧٩ قضيې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ثبت شوې قضيې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي، وهلو ډبولو، ټپي کولو، سپکاوي، ګواښ او لنډمهالو نيونو څخه عبارت دي.

نوموړي وويل، تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي چې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى د ٢٠١٦ کال د شپږو لومړيو مياشتو په پرتله چې ٥٤ قضيې يې ثبت شوې وې، ٣٥سلنه زياتوالى په کې راغلى دى.

هغه وويل چې د روان زېږديز کال لومړيو شپږو مياشتو کې د رسنيو لس خبريالان او کارکوونکي په مخامخ ډول ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي چې مسووليت يې طالبانو او داعش منلى دى.

د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، د يادو لسو کسانو له ډلې يې څلور کسان د ننګرهار پر ملي ټلويزيون د داعش بريد، دوه يې د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د بريد په ترڅ کې او څلورو نور هم کابل کې د المان سفارت مخې ته د موټر بمب چاودنه کې له منځه تللي دي.

د ځينو راپورونو له مخې، د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د شوي بريد مسووليت طالبانو او د المان سفارت مخې ته د شوي موټر بمب بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.

شريفي زياته کړه چې د روان کال لومړيو شپږو ورځو کې ١٢ خبريالان ژوبل شوي او ١٩ نور وهل ډبول شوي دي، له ١٨ نورو سره ناوړه چلند شوى، پنځه خبريالان نيول شوي او درې نور خبريالان له سپکاوي ډک چلند سره له دندو ګوښه شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي څه باندې ٦٣ پېښې د حکومتي کسانو لخوا شوې او د دولت وسله وال مخالفين يې په دويمه کچه کې راځي.

د شريفي په خبره، د روان کال په شپږو مياشتو کې د ٦٣ يادو شوو مواردو له ډلې حکومت ته منسوب کسان د تاوتريخوالي د ٣٤مواردو مسوول وو چې عمده لامل يې د ياد شوو کسانو او بنسټونو له لوري د غير قانوني کړنو نه د پردې پورته کول دي او تر دې وروسته د ډېرو پېښو مسووليت د طالبانو او داعش پر غاړه دى.

هغه وويل چې په ځينو مواردو کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، زورواکي او نا پېژانده افراد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوي دي.

د هغه په خبره، په ختيځ او مرکزى زون کې د خبريالانو پر وړندې د تاوتريخوالو د اوچتې شمېرې او په سويل ختيځ زون کې د تر ټولو کمو پېښو شاهدان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.