ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار پراختيا شورا د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد کړه

د ښار پراختيا شورا د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد کړه

author avatar
25 Jul 2017 - 19:35
د ښار پراختيا شورا د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد کړه
author avatar
25 Jul 2017 - 19:35

کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٦): د ښار پراختيا عالي شورا په غونډه کې د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد شوه، خو څرګنده شوه چې د دې طرحې د لا بډاينې لپاره دې په دې طرحه لا نور کار هم وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه وکړه.

سرچينه کاږي، په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ په طرحې، اصنافو ته د فعالیت جواز د صدور بهیر په اسانولو، د کابل ښاروالۍ د خدمتونو فیس په راټولولو، د لښکرګاه د شنه کمربند د معضلې په حل او د کندهار ښار په نهمې او دولسمې ناحیو کې د ملکیت سندونو په وېش بحث او خبرې وشوې.

په پيل کې د کور او ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښار جوړولو وزارت د کړنو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، افغانستان د هبیتات د مدیره پلاوي غړیتوب ترلاسه کړی او دا د افغانستان لپاره ستر بری دی.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د اوبو رسونې او کانالیزیشن رئیس ریاض درمل د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه د فاضلاب او اوبو رسونې په سکتور کې وروستیو بدلونونو، د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا، د ښاري اوبو د مدیريت په خاطر د دندو وېش، د پرمختګونو او اصلاحاتو له لارې د خلکو د ژوند په سویه کې د مثبت بدلون راوستو په خاطر د پالیسۍ لرلید، د اوبو رسونې سکتور مخې ته پرتو ننګونو او د پالیسۍ د اصولو او منځپانګې په اړه معلومات ورکړل او د دغې پالیسۍ د سټراټيژیک کاري پلان د ملاتړ، د اوبو رسونې او فاضلاب د تنظیم ادارې د جوړولو او د اوبو قانون د ۳۹مې مادې تعدیل په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، د اوبو رسونې او فاضلاب په برخه کې بنسټيز کار او پالیسۍ ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د پارکونو د اوبو په برخه کې هم جدي ستونزې موجودې دي.

ولسمشر وویل، د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب په اړه وړاندې شوې پالیسۍ لا زیات کار غواړي، په دغې پالیسۍ کې باید لګښتونه په کره توګه وسنجول شي، سرچینې او کارونه باید په څرګنده توګه اولویت بندي شي.

هغه زیاته کړه، د کارونو په اولویت بندۍ کې باید مشخص شي چې کوم اقدامات په یو وخت کې ترسره شي، همدارنګه دې دا موضوع روښانه شي چې دا پالیسي موخې ته د رسېدو په برخه کې موږ سره څومره مرسته کولی شي.

نوموړي د اوبو په اولویت بندۍ ټینګار وکړ، وې ویل، د دې اړتیا لیدل کېږي چې د اوبو د مدیریت بیړني توب په پام کې ونیسو چې د اوبو له بحران څخه مخنیوی وشي او د تجدید وړ سرچینو په سر دې بحث وشي.

د ده په وينا، لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اقداماتو ته اړتیا ده، د سېلابونو ستونزې دې په پام کې ونیول شي چې د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.