ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې نږدې تېره یوه میاشت ۱۶۸ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې نږدې تېره یوه میاشت ۱۶۸ وسله وال وژل شوي

author avatar
25 Jul 2017 - 15:36
ننګرهار کې نږدې تېره یوه میاشت ۱۶۸ وسله وال وژل شوي
author avatar
25 Jul 2017 - 15:36

جلال اباد (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې د ګډو او ځانګړو عملياتو پر مهال يې د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې ۱۶۸ وسله وال وژلي او ۱۸۳ کسان يې د بېلابېلو جرمونو په تور ژوندي نیولي دي.

امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د زمري په ۳مه د يو رسنيز کنفرانس پر مهال وویل په تېرو درېیو اونیو کې ۵۳ نور وسله والو د حکومتي ګډو او ځانګړو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ټپي شوي چې په دغو وژل شوو او ټپیانو کې د بهرنیو په ګډون ډېر شمېر داعش وسله وال دي.

هغه زیاته کړه، د امنیې قوماندانۍ پولیسو د ننګرهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸۳ کسان نیولي چې دغه چاره د جرمونو د ګراف په ټيټېدو کې هم ګټوره ده.

هغه دغه راز وویل، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ پولیسو په دغه ولایت کې په اتو نقلیه وسیلو کې ۱۰۹۸ کیلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي نیولي چې په کې ۷۳ کیلوګرامه هیرویین، ۶۴ کیلوګرامه تریاک او ۹۶۱ کیلوګرامه چرس شامل دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې پوليسو په ياده موده کې د پلټنو پر مهال په اتو موټرو کې يې ۱۰۹۸ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي هم ترلاسه کړي دي.

رحيمي وايي: ((په يادو توکو کې ۷۳ کيلوګرامه هيرويين، ۶۴ کيلوګرامه ترياک، ۹۶۱ کيلوګرامه چرس شامل دي چې په تور يې ۱۳ تورن کسان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي.))

تر اوسه حکومت له لوري د وسله والو د وژلو، ټپي کولو او نیولو د ادعا په اړه داعش او طالب وسله والو له رسنیو سره خپل نظر نه دی شریک کړی.

امنیتي مقامات داسې مهال ننګرهار کې د وسله والو د وژلو او د بېلابېلو جرمونو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې ولسي وګړي د هدفي وژنو، انسان تښتونې، نامسووله وسله والو، غلا او شوکماریو له ډېروالي سر ټکوي او له حکومته غواړي چې د خلکو د ژوند د خوندیتابه ته دې پام ورزیات کړي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.