کندهار ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار ولايت کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد کې ٢٦ سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ د کرزيالي په سيمه کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه شوى دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزيري ويلي چې په دغه بريد کې ٢٦ سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړې چې د دغه بريد له امله په رامنځته شوې نښته کې ٨٠ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند تورن احمد صادق د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ د کرزنۍ په سيمه کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه شوى دی.
هغه زياته کړې وه چې په بريد کې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو نوموړي په دې اړه کره معلومات ورنه کړل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې ياده قرارګاه يې نيولې او تر ٧٠ پورې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړې چې په بريد کې يې څلور ټانکونه، درې رينجر موټر هم له منځه وړي او تر ٦٠ زياتې وسلې او په زياته کچه مهمات يې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، څو مياشتې مخکې هم د کندهار ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د وسله والو بريدونو کې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن