ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد  زندانونو کې ٢٣ سلنه بنديان  د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي

د هېواد زندانونو کې ٢٣ سلنه بنديان د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي

author avatar
26 Jul 2017 - 18:18
د هېواد  زندانونو کې ٢٣ سلنه بنديان  د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي
author avatar
26 Jul 2017 - 18:18

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په زندانونو کې ٢٣ سلنه زندانيان د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي، چې له دې ډلې  درې ميليون هېوادوال د نشه يي توکو پر کښت او توليد بوخت دي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين پاسوال عبدالخليل بختيار نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د روان لمريز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د قاچاق وړونکو د نيولو او د نشه يي توکو د کشف او ضبط په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

نوموړي زياته کړه، په دغه موده کې د ٢٢٨ سترو او منځنيو عملياتو او ٥٢٧ کوچنيو عملياتو په ترڅ کې ١٤٠ ستر قاچاق وړونکي، ١٤٢ منځني او ٧٨ کوچني قاچاق وړونکي او د نشه يي توکو پرچون پلورونکي نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د هغه په وينا، په دغو نيول شوو کسانو کې د پوليسو د ١٥ منسوبينو او د ملي پوځ د ٨ منسوبينو په ګډون د عامه خدمتونو ٢٣ مامورين، ١٤ مېرمنې، د درېيو ايرانيانو او پنځو پاکستانيو په ګډون اته بهرنيان هم نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ياد لوړپوړي چارواکي وويل، د افغانستان په زندانونو کې ٢٣ سلنه زندانيان د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي، چې د هېواد په کچه په مستقيم او غيرمستقيم ډول د نشه يي توکو په کښت او توليد کې درې ميليون کسان ښکېل دي.

نوموړي زياته کړه، چې د وروستيو څلورو مياشتو په ترلاسه شوو نشه يي توکو کې ٨٣٠ کيلوګرامه ترياک، ٩٤٤ کيلوګرامه هيرويين، نږدې ٤٧ ټنه مورفين، له اته ټنه زيات چرس، ١٠ ټنه الکولي مشروبات، شا وخوا ٣٧ کيلوګرامه شيشه او د هيرويينو د توليد ٤٣ کيلوګرامه نشه يي توکي شامل دي.

د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې د نشه يي توکو د ډولونو سربېره له ١٢٠٠ پاکټه (Tablet - K) ګولۍ او له ٧٠ کيلوګرامه زيات بنګدانې او خشخاش هم شامل دي.

هغه دغه راز زياته کړه، د روان کال په څلورو لومړيو مياشتو کې ١٤٦ نقليه وسايط، ٨٢ ميله بېلابېل ډوله وسلې، ٢٤٠ موبايلونه او مخابرې هم ترلاسه شوې دي او دغه راز د پيسو وينځلو قانون په چوکاټ کې د قاچاق وړونکو ١٤٠ زره امريکايي ډالره هم منجمد شوي دي.

نوموړي همدارنګه وويل، د لومړنيو څلورو مياشتو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د توليد او پروسس ١٩ کارخانې هم له منځه وړل شوې دي.

د هغه په وينا، د دغې اندازې نشه يي توکو په کشف او ضبط سره د افغانستان په نرخ نړيوالې مافيا ته ٢٩٢ ميليون ډالره زيان اوښتى، چې له هېواد څخه د لېږ په ترڅ کې يې ارزښت ٩٠٠ ميليون ډالرو ته رسيږي.

هغه وويل، په دغه موده کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.