ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د طبيعي پېښو ملي معلوماتي مرکز  جوړ شو

په هېواد کې د طبيعي پېښو ملي معلوماتي مرکز جوړ شو

author avatar
26 Jul 2017 - 18:56
په هېواد کې د طبيعي پېښو ملي معلوماتي مرکز  جوړ شو
author avatar
26 Jul 2017 - 18:56

کابل(پژواک،٤ زمرى٩٦): پېښو ته د رسېدو  په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د طبيعي پېښو د ملي معلوماتو مرکز دا ډول پېښو ته د ښې رسېدنې په موخه جوړ شوى دى.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک،  نن په کابل کې د دغه سيستم د پرانېستلو په مراسمو کې وويل چې په هېواد کې د طبيعي پېښو په چارو کې د معلوماتو ورکولو د يوه منظم سيستم جوړېدو ته اړتيا وه.

هغه وويل چې په همدې موخه په هېواد کې د طبيعي پېښو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو او راټولولو مرکز جوړ شوى، څو حکومت له دغو معلوماتو څخه په استفادې سره پېښو ته د پر وخت رسېدنې په لړ کې اقدام وکړي.

برمک زياته کړه:" د دغه مرکز  د احصاييې  څخه په استفادې سره به زيانمنې سيمې او د پېښو د رامنځ ته کېدو نښې مشخصې او د پېښو د مخنيوي لپاره به اقدام وشي."

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير وويل چې اوسمهال په دې موخه په کابل، تخار، جوزجان،سرپل، هلمند، فارياب،هرات، باميان او پروان ولايتونو کې ټېمونه جوړ شوي او ډېر ژر به په نورو ولايتونو کې هم جوړ شي څو د پام وړ معلومات راټول کړي.

هغه وويل،درې کاله کېږي چې دغه پروژه د جاپان او د کډوالۍ د نړيوالې ادارې (IOM )  په مالي مرسته د کابو ٩ميليونو ډالرو په لګښت سره  عملي کېږي.

برمک په ډاګه کړه چې راټول شوي معلومات، پېښو ته د رسېدنې د ادارې د ويبپاڼې له لارې خپرېږي.

په کابل کې د چاپان سفير، ميتسوجي سوزکا وويل، د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې هر کال په زرګونو انسانان د طبيعي پېښو قرباني کېږي.

د هغه په وينا، د پېښو د رامنځ ته کېدو د عواملو په اړه نه خبرتيا او د خطرونو د کمولو او د هغو دمخنيوي د مديريت نه شتون د دې لامل کېږي چې ډېر خلک قرباني شي.

د جاپان سفير وويل:"به افغانستان کز د مديريتي سيستم او معلوماتی بېخ بينا نه شتون د دې لامل شوي چې په طبيعي پېښو کې هر کال لس کسان له منځه لاړ شي؛ خو دغه سيستم کولاى شي چې د پېښو د کمېدو او د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې اغېزمن تمام شي."

 په کابل کې د کډوالۍ سازمان(IOM ) د دفتر مشر،لاورنس هارت(Laurence Hart . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.