غزني ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د غزني د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهيسې يې کليو ته د واکسين ټېمونه نه دي ورغلي چې له امله يې ماشومان بې واکسينه پاتې دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د ټپور سيمې اوسېدونکي خان محمد د زمري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله مخکې د دوى سيمې ته د واکسين ډلې ورغلې وې.
هغه وايي: ((له هغه نه وروسته څوک دلته نه دي راغلي او زموږ ډېر خلک پر دې هم نه پوهېږي چې واکسين څه شى دى او ولې ماشومانو ته ورکول کېږي.))
د خان محمد په اند د دوى سيمې ته ځکه د واکسين ډلې نه ورځي چې له وسله والو طالبانو څخه ويره لري.
دغه راز د قره باغ ولسوالۍ د ګاوميشک د سيمې اوسيدونکي عبدالعليم پژواک ته وويل چې په تيرو څو کلونو کې د دوى سيمې ته د واکسين ډلې نه دې ورغلي.
هغه وايي: (( د دې سيمې لپاره چې کوم د واکسين مسوولين دي، واکسين راوړي خپل کور کې يې خپلو ماشومانو ته کوي او نور يې بيا د خاورو لاندې کوي نورو ته يې نه ورکوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې په دې سيمه کې نږدې اته سوه کورنۍ ژوند کوي چې ماشومان يې له واکسين څخه پاتې دي.
همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا اوسېدونکی محمد امان بيا وايي چې د دوى په سيمه کې طالبان د واکسين ډلو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
هغه وايي: ((دا چې دلته واکسين نه راځي نو زه به لس داسې کسان درته وښيم چې همدا اوس فلج دي، د چا لاس کار نه کوي او د چا پښه.))
د يادو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او په اړوند برخه کې یې د چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
خو بل لور ته بيا په غزني ښار کې د مدني ټولنې غړي محمد کاظم رسولي پژواک ته وويل چې د واکسين تر څنګ د دغه ولايت اوسېدونکي په نورو روغتيايي برخو کې هم ستونزې لري.
ده وويل: ((په ډېرو ولسواليو کې زموږ روغتيايي مرکزونه فعال نه دي، کله چې روغتيايي مرکزونه فعاله نه وي نو د واکسين ډلې به هلته څنګه لاړې شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن