جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ۸ وسله وال وژلي دي.
د چارواکو په وينا چې په ياد بريد کې د وسله والو يو مهم پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله د زمري په ۵مه پژواک ته وويل چې د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې تېره شپه د وسله والو پر يوه پټنځای هوایي برید شوی.
هغه وويل، د برید له امله ۸ تنه داعش وسله وال ووژل شول او د هغوی یو مهم پټنځای په بشپړ ډول تخریب شو.
دی وايي، په دغه برید کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی. داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن