لښکرګاه (پژواک، ٥ زمرى ٩٦) : ولسمشر اشرف غني ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دامنيتي حالات د ارزونې په موخه هلمند ولايت ته رسېدلى دى.
د هلمند د والي مطبوعاتي مسوول زاهد احمد اتل، د زمري په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر نن سهار په شاوخوا نهو بجو په ګرشک ولسوالۍ کې د شوراب پوځي اډې ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې ولسمشر د والي ترڅنګ له پوځي او امنيتي مشرانو سره ددې ولايت پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کوي.
اتل وايي چې ولسمشر به د هغو پوليسو د کورنيو له غړو سره هم ګوري چې څه موده مخکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي وو.
په هلمند کې د ولسمشر د بوختياوو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن