ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي

ولسمشر غني: ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي

author avatar
27 Jul 2017 - 15:05
ولسمشر غني: ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي
author avatar
27 Jul 2017 - 15:05

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): ولسمشر غني وايي، افغان ځوانان بايد د طبيعي سرچينو په ځانګړي ډول د اوبو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي؛ ځکه په راتلونکي کې د اوبو مدیریت د هغوی په لاس کې دی.

نوموړي دغه خبرې پرون ماښام په ارګ کې د افغانستان د روزنیز پارلمان له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ځوانانو روزنیز پارلمان څخه د ولسواکۍ په برخه کې د هغوی د فعال ګډون په خاطر مننه وکړه او وې ویل: "تاسې د افغانستان  لوی اوسنی نسل او د اتفاق او یووالي کیلي یاست."

ده وويل، باید د ملي بحث فرهنګ جوړ کړو؛ ځکه بحثونه ولسي اجماع رامنځته کوي.

ده زياته کړه، د ځوانانو پارلمان لپاره به بودجه په پام کې ونیول شي او د ځوانانو د روزنیز پارلمان له غړو یې وغوښتل چې رغنده وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به دولتي خالي بستونه ډک شي او له ځوانانو یې وغوښتل چې په رقابتي پروسو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د ځوانانو له نورو بنسټونو سره په همغږۍ دې د ځوانانو په اړه میاشتینۍ غونډې تنظیم شي، چې ستونزې او وړاندیزونه یې منسجم شي.

ولسمشر وغوښتل، د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه دې په میاشتني ډول له ټولو ولایتونو راټول او جمهوري ریاست ته دې وسپارل شي.

د ده په خبره، د ځوانانو موضوعات بین الوزارتي دي او په هر وزارت کې به د ځوانانو برخه فعاله شي، ترڅو د ځوانانو په برخه کې ټول وزارتونه ځان مسوول احساس کړي او زیاته یې کړه، په ارګ کې به د ځوانانو ارشد مشاوریت ایجاد شي، ترڅو د ځوانانو طرحې تعقیب او تطبیق کړي.

هغه د تعلیمي او تحصیلي نصاب د بدلون په اړه وویل، په دې برخه کې به عالي شورا جوړه شي چې د تعلیمي او تحصیلي نصاب د اصلاح او بدلون په اړه مفصل بحثونه وشي.

جمهور ريیس په دغه بدلون کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او وې‌غوښتل، چې خپلې طرحې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ده وویل، تعلیم باید زموږ د پروژو تطبیق سره اړیکه ولري او د یوې ښې راتلونکې د تامین لپاره د ځوانانو ونډه ارزښتناکه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.