ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جاني خېلو کې لا هم جګړه روانه ده

په جاني خېلو کې لا هم جګړه روانه ده

author avatar
27 Jul 2017 - 18:51
په جاني خېلو کې لا هم جګړه روانه ده
author avatar
27 Jul 2017 - 18:51

ګردېز (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په جاني خېلو ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او د دې جګړې په تېرو څو ورځو کې تر اوسه کابو ۵۶ وسله وال وژل شوي دي.

په جاني خېلو ولسوالي کې له تېرو شاوخوا شپږو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي او طالبان ادعا کوي چې ولسوالۍ يې نيولې ده، خو امنيتي مسوولين يې نه مني.

د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوالۍ ته د پکـتيا د امنيې قوماندانۍ او د ۲۰۳ تندر قول اردو د مشرتابه په ګـډون تازه دمي ځواکونه رسېدلي او عمليات روان دي.

ده زياته کړه، په جګړه کې له طالبانو سره پاکستاني پوځيان او ملېشه هم مله دي، خو امنيتي ځواکونو يې د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.

د هغه په وينا، د جګړې په تېرو څو ورځو کې تر اوسه پورې د ١٦ پاکستانيانو په ګډون ٥٦ وسله وال وژل شوي دي.

دی وايي: ((ولسوالۍ ته تلليو پوځيانو او د کومانډو قطعاتو عمليات پیل کړي او ان شاءالله ژر به ټوله سيمه له وسله والو تصفيه شي؛ جګړه سخته ده، خو د الله په نصرت به امنيتي ځواکونه بريالي او ژر ټولې سيمې ترلاسه کړي.))

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ يې په لاس کې ده او لا هم جګړه روانه ده.

هغه دا نه مني چې په جګړه کې دې ورسره پاکستانی پوځ او ملېشه هم وي او زياتوي چې په رشپيګي کنډو سيمه کې يې دوه نورې پوستې هم نيولي او امنيتي ځواکونو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

نوموړي د يادو ٥٦ کسانو وژنه ردوي او په دې جګړه کې يواځې د خپلو تر لسو پورې کسانو وژنه تاييدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.