ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پښتو او دري ژبو معیاري کولو او ودې لپاره دې فرهنګي مرکز جوړ شي”

“پښتو او دري ژبو معیاري کولو او ودې لپاره دې فرهنګي مرکز جوړ شي”

author avatar
27 Jul 2017 - 18:45
“پښتو او دري ژبو معیاري کولو او ودې لپاره دې فرهنګي مرکز جوړ شي”
author avatar
27 Jul 2017 - 18:45

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين په هېواد کې د ژبې له ناسم ويلو او ليکلو څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې د پښتو او دري ژبو د فرهنګي مرکز جوړولو په برخه کې ګام پورته کړي.

سيد اقا فاضل سانچارکي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغو ستونزو ته په پام سره چې د ملي ژبو په کارونې کې راڅرګندې شوې؛ بايد په هېواد کې د ژبو او ادبياتو د معياري کولو لپاره اساسي ګامونه پورته کړل شي.

د هغه په وينا، په وروستيو څو لسيزو کې د جګړې د دوام له امله ادبياتو او ژبو په ځانګړي ډول پښتو او دري ملي ژبو ته پاملرنه نه ده شوې او ځينې هغه کارونه چې د مسووله بنسټونو او يا اکاډمۍ له لوري ترسره شوي؛ اغېزناک نه دي.

سنچارکي وويل: "په هېواد کې د ژبو او ادبياتو د معياري کولو لپاره بايد يو مرکز رامنځته شي، څو د هغو نامناسبو کليمو پر ځاى چې له بهره راغلې او يا هغه ناسم ليک چې اوسمهال مروج شوى، بايد بديلې کليمې او بشپړ ليک رامنځته شي، څو په ليک او وينا کې شته ستونزو ته د پاى ټکى کېښودل شي."

سنچارکي زياته کړه: "بايد فرهنګي مرکز جوړ شي، بايد د اطلاعات او فرهنګ وزارت، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون باصلاحيته استازي او دغه راز د يو شمېر څېړونکو او پر ملي ژبو پوه کسانو ته هم بلنه ورکړل شي او دوى ته دنده وسپارل شي، څو په ياده برخه کې کار وکړي."

د خپرونو مرستيال وويل، له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې په دې برخه کې کلک ګامونه پورته کړي او په هېواد کې د ژبې او ادب د فرهنګي مرکز د رامنځته کولو په موخه د يوه خپلواک او اغېزناک بنسټ رامنځته کولو لپاره ګام پورته کړي.

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز مشرې صالحې حبيبي د پښتو او دري ژبو او ادب د فرهنګستان رامنځته کولو پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل چې د ملي ژبو د معياري کولو لپاره بايد جدي ګامونه پورته شي.

هغه وويل چې د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو او دري ژبو د پياوړتيا لپاره يې ډېر کارونه ترسره کړي، چې يوه بېلګه يې د يو شمېر کتابونو چاپول دي.

خو د حبيبي په وينا، خو دومره کار بسنه نه کوي او د دري او پښتو ژبو اوسني وضعيت ته په پام سره اړينه ده، چې بايد يو فرهنګستان رامنځته شي او پکې د پوهانو او اديبانو لهل وري د ملي ژبو د معياري کولو لپاره کار وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.