ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د انسان تښتوونکې ډلې مشر نيول شوی

کابل ښار کې د انسان تښتوونکې ډلې مشر نيول شوی

author avatar
27 Jul 2017 - 16:51
کابل ښار کې د انسان تښتوونکې ډلې مشر نيول شوی
author avatar
27 Jul 2017 - 16:51

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې منسوبينو يې په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو يو مشر نيولى دى.

د ياد رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ډلې يو مشر محب الله د عزيزالله زوى چې ١٥ ورځې وړاندې يې فياض د عزيزالله زوى د کابل ښار د څلورمې ناحيې له اړوند سيمې تښتولى و، د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړې، د يادې ډلې له لوري تښتول شوي کس فياض ورته ويلي: "ناپېژاندو وسله والو کسانو د کابل ښار په پروان سه سيمه کې په زور يوه فرونر موټر ته پورته کړ چې له هغه وروسته يې د پنځلسو ورځو لپاره په نامعلوم ځاى کې وساته."

سرچينې زياته کړې، د ملي امنيت عمومي رياست په ډېره کمه موده کې د اطلاع په ترلاسه کولو سره د يادې ډلې مشر د کابل ښار په اړوند سيمه کې له پېژندلو وروسته نيولى دى.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې د يادې ډلې د نورو کسانو د نيولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د فياض کورنۍ د ملي امنيت عمومي رياست له منسوبينو د مننې ترڅنګ له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، څو د يادې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.