ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد له امله  لومړی وزیر نواز شریف له دندې ګوښه کړ

د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد له امله لومړی وزیر نواز شریف له دندې ګوښه کړ

author avatar
28 Jul 2017 - 17:06
د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد له امله  لومړی وزیر نواز شریف له دندې ګوښه کړ
author avatar
28 Jul 2017 - 17:06

کابل (پژواک، ۶ زمری۹۶) : د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد په یوه قضیه کې لومړی وزیر نواز شریف نا اهل وګرځولو او هغه له یې دندې ګوښه کړ.

د نواز شریف پر ضد د (پاناما) په نامه د مالي فساد دغه دوسیه داپوزیسیون د یوه مهم ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان لخوا جوړه شوې وه، چې له تیرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې روانه وه،  دپاکستان سترې محکمې څه موده  مخکې ددې قضیې د څیړلو لپاره یوه ځانګړې کمیټې ته دنده سپارلې وه.

دغه کمیټې له نواز شریف او دهغه د کورنۍ له غړو څخه څو څو واره پلټنې وکړې او خپلې پایلې یې سترې محکمې ته لیږلې وې.

د پاکستان سترې محکمې له تیرو څو ورځو راهیسې دغه قضیه یو ځل بیا په علني توګه وڅیړله او نن یې خپله پایله اعلان کړه.

د سترې محکمې په پریکړه کې راغلي، چې نواز شریف او د هغه کورنۍ غړي په مالي فساد کې مجرم پیژندل شوي، له پاکستان څخه یې پيسې بهرنیو هیوادونو ته وړي او خپل عایدات یې پټ ساتلي وو.

په پریکړه کې داهم راغلي، چې نواز شریف سترې محکمې ته دروغ ویلي او نا سم اسناد  وړاندې کړي دي.

سترې محکمې  پخپله پریکړه کې نواز شریف د لومړي وزیر په توګه نا اهله ګرځولی او د هغه قضیه د نورو پلټنو لپاره د احتساب کمیسیون ته لیږل شوې ده.

نواز شریف د سترې محکمې د حکم له  دندې ګوښه شوی او دهغه کابینه هم تحلیل شوې ده.

د پاکستان  د پارلمان رییس ایاز صادق سرپرست لومړی وزیر ټاکل شل شوی او ډیر ژر به د واکمن مسلم لیګ ګوند چې په پارلمان کې اکثریت لري، د لومړي وزیر لپاره خپل بل کاندید پارلمان ته دباور رای اخیستلو په موخه وړاندې کړي.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.