ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه ته يو ځل بيا بهرني ځواکونه تللي دي

فراه ته يو ځل بيا بهرني ځواکونه تللي دي

author avatar
28 Jul 2017 - 12:23
فراه ته يو ځل بيا بهرني ځواکونه تللي دي
author avatar
28 Jul 2017 - 12:23

فراه (پژواک، ٦ زمرى ٩٦): په فراه ولايت کې يو شمېر بهرني پوځيان د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د دې ولايت په مرکز کې ځاى په ځاى شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري، د يادو ځواکونو کره شمېر نه ښيي، خو وايي تېره ورځ له غرمې وروسته يو شمېر امريکايي او ايټالوي پوځيان د دې ولايت مرکز ته ورغلي او په هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى شوي دي.

ده وويل چې دغه ځواکونه د افغان ځواکونو د هوایي او مځکني ملاتړ لپاره په داسې حال کې فراه ته ورغلي چې د دې ولايت په ځينو سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو نفوذ ډېر شوى دى.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وېيلي چې فراه کې ځای په ځای شوي بهرني سرتېري د ناټو د پرېکنده ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه دغه ولايت ته تللي دي.

د هغه په وينا، بهرني ځواکونه په ځمکنیو عملیاتو کې برخه نه اخلي، خو د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

ياد چارواکي په فراه کې د مېشت شويو بهرنيو پوځيانو شمېر نه ښيي، خو هلته ځينو سرچينو ويلي چې د دې پوځيانو شمېر ١٢٠ تنو ته رسي.

تېر کال په مرغومي مياشت کې هم دوه سوه اېټالوي او امريکايي پوځيان وروسته له هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د لنډې مودې لپاره دغه ولايت ته ولاړل، چې هلته جګړه د فراه ښار تر څنډو ورسېده.

په افغانستان کې پر طالبانو د امريکا له بريد وروسته، په فراه کې اېټالوي او امريکايي ځواکونه مېشت وو، خو په ٢٠١٣ ميلادي کال کې له دغه ولايت څخه ووتل.

فراه کې په داسې حال کې بيا بهرني ځواکونه مېشت شول چې د امريکا متحده ايالتونه غواړي افغانستان ته نور سرتيري راولېږي.

دا مهال په افغانستان کې نږدې لس زره بهرني پوځيان مېشت دي چې ډېر يې امريکايان دي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.