کابل (پژواک،۶ زمرى۹۶): د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن غرمه په جنوبي افريقا کې د هند له الف لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته وځي.
د افغانستان د کرکټ بورد وياند فريد هوتک، د دې څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان لوبډلې د يادو سياليو لپاره تيارى نيولى او اړين تمرينات يې کړي دي.
د هغه په وينا، دغه لوبه په جنوبي افريقا کې د افغانستان په وخت نن غرمه ١٢ بجې پيلېږي.
هوتک زياته کړه چې د افغانستان الف لوبډله به د هند له لوبډلې سره بله لوبه د راتلونکې اونۍ په سې شنبې ورځ تر سره کړي.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د هند او جنوبي افريقا له لوبډلو سره د سيالۍ په موخه د روانې زمري مياشتې په دويمه جنوبي افريقا ته تللې ده.
دا لوبې په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغانستان تېره مياشت د کرکټ د نړيوالې شورا دايمي غړيتوب تر لاسه کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن