ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې په نشه يي توکيو د روږدو زندانيانو درملنه کېږي

author avatar
28 Jul 2017 - 16:41
author avatar
28 Jul 2017 - 16:41

محمودراقي (پژواک، ٦ زمرى ٩٦): د کاپيسا ولايت په زندان کې د شاوخوا ٤٠ تنو په نشه يي توکيو روږدو بنديانو درملنه پيل شوې ده.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال د دې ولايت په زندان کې ٢١٥ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو بنديان دي او له دې ډلې شاوخوا ٤٠ تنه په ډول، ډول نشه يي توکيو روږدي دي.

هغه وايي:" په نشه يي توکيو روږدي کسان چې زنداني شي، له دې امله چې په زندان کې نشه يي توکې نه ورته رسې، په ډول ډول ناروغيو لکه د ملا او هډوکو دردونه، کانګې او نورو اخته کېږي."

ده وويل چې له همدې امله په روانه اونۍ کې د کاپيسا په زندان کې د هغو زندانيانو درملنه پيل شوې چې په نشه يي توکيو روږدي دي.

يوسفزى وايي چې پوليس دغه بنديان په ټاکلي وخت د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدوي او بېرته يې زندان ته راولي.

هغه وايي چې ډاکټران په روغتيايي مرکزونو کې دغه کسان له رواني پلوه د نشه يي توکيو پرېښودو ته هڅوي، اړين درمل ورکوي او له درملو بيا په زندان کې استفاده کوي.

دغه راز سرچينه زياتوي چې په اونۍ کې درې ځله له امنيه قوماندانۍ څخه هم يو ډاکټر زندان ته ورځي تر څو د يادو کسانو درملنه وکړي.

ډاکټران وايي، د يو معتاد درملنه د نشې ډول ته په پام له دوو تر درېيو مياشتو وخت اخلي.

د ننګیالي په نوم د دې ولايت د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکى چې د قتل په جرم له پنځو کلونو راهيسې په دې زندان کې بندي دى، وايي چې دى په چرسو روږدى و، خو په زندان کې يې پرې ايښي دي.

دى د امنيه قوماندانۍ له خوا په نشه يي توکيو د روږدو کسانو درملنه غوره اقدام بولي.

چارواکي وايي، چې څو مياشتې مخکې يو شمېر کسان چې د چارمغزو په منځ کې يې ياد زندان ته د نشه يي توکيو د لېږد هڅه کوله ونيول شول.

  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.