د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه
د نړۍ پام په پراخه کچه د افغانستان په لور دى . د هېواد ستراتيژيک موقعيت ، طبيعي ښکلا ، تازه کشف شوې طبيعي زېرمې ، دنړيوالې ټولنې نظامي حضور او د مرستندويه بنسټونو شتون په دې مانا دى ، چې افغانستان په پرله پسې توګه د خبرونو په محراق کې ځاى لري .
کله چې خلک وغواړي د افغانستان له پېښو څخه خبر شي ، نو معتبرو ، مسلکي او کره خبرونو ته دلاسرسي لپاره پژواک خبري اژانس ته مخه کوي .
خپل سوداګريز اعلانونه په (Pajhwok.com) کې خپاره کړئ ، څو له دې لارې د ديپلوماتانو ، دولتي چارواکيو ، دنادولتي سازمانونو د کارکوونکيو ، سوداګرو او کارپوهانو پام ستاسو بنسټ ( نهاد) ته واوړي .
د پژواک وېب پاڼه په مياشت کې سل زره لوستوونکي لري او د ځانګړو پېښو پر مهال له بې سارې ګڼې ګوڼې څخه برخمن وي . ددې پاڼې تر ټولو زيات ليدونکي له افغانستان او وروسته د امريکا له متحده ايالاتو ، بريتانيا او جرمني څخه دي . د پژواک نړيوال ګډون کوونکي د هرې مياشتې په تېرېدو سره زياتيږي .
په پژواک وېب پاڼه کې ستاسو د اعلانونو لپاره ځانګړي ځايونه او اندازې په پام کې نيول شوى دى . د لازياتو معلوماتو لپاره دغه فورم ډاونلوډ کړئ .
د اعلانونو داوسنيو بيو د پوهېدو لپاره د بيو دغه پاڼه ډاونلوډ کړئ . داوږدمهاله تړونليکونو لپاره له پنځو څخه تر پنځلس سلنې پورې تخفيف په پام کې نيول شوى دى .
د زياتو معلوماتو لپاره په دې پتو اړيکې ونيسئ :
برېښنا ليک : sales@pajhwok.com
داړيکو شمېرې : +93 (0) 796 129 669او +93 (0) 797 646464




