د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
کابل (پژواک ٢٦ غويي ٩١): په روان کال کې به د کابل په مرکز او ولسواليو کې د ١٤،٢ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د کرنې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.
اسعداباد (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په کونړ کې د کرني او مالدارۍ وزارت له لوري د ١٩ زره بېوزله کورنيو سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل شوه.
کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه سياسي لوبه ده او زعفرانو ځکه تر اوسه د کوکنارو ځاى نه دى نيولى؛ چې د کوکنارو تر شا نړيوالې مافيايي کړۍ لاس لري.
قلعه نو (پژواک ۲۹ ورى ۹۱): د بادغيس د بالامرغاب ولسوال، د ماين چاودنې له امله د اخيستو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړه او ده ته د درناوي په خاطر سږ کال د پستې ګل جشن په دغه ولايت کې لغوه شو.
جلال اباد (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې دکابل د سيند د اوبو د مخې اړولو او د درونټې بند د ډکېدو له امله د کب روزلو شاهي فارم اوبو لاندې کړى دى.
مزارشريف (پژواک ١٩ ورى ٩١): په ټول هېواد كې د زرګونو جريبه كرنيزو ځمكو او باغونو د درملو پاشلو كمپاين له بلخ ولايت څخه پيل شو.
ښرنه (پژواک ١٥ ورى ٩١): د پکتيکا ډېرى مالداران وايي، چې په دغه ولايت کې د حيواني کلينيکونو د نه شتون له کبله هر کال زرګونه څاروي له لاسه ورکوي.
لښکرګاه ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : د هلمند امنيه قوماندان وايي ، چې د لښكرګاه ښار په ګډون په لسو ولسواليوكې يې ۱۶ زره او اوه سوه جريبه ځمكه له كوكنارو څخه پاكه کړې ده.
کابل (پژواک ٣ ورى ٩٠ ) :په تېر ژمي کې ډيرو اورښتونو کابل ښاريان دې ته هڅولي، چې پخپلو کورونو،باغونو اوکوڅو کې په پرېمانه کچه مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي نيالګي کېنوي.
کابل (پژواک ٢ ورى ٩١): په کابل کې د بزګر ورځې د نمانځلو پرمهال د لاسليک شويو تړونونو له مخې د کرنې وزارت ته په امتيازي ډول د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره ٣٧ ميليونه ډالره ورکول کېږي.