تازه خبرونه

    سوداګري او اقتصاد

    په ولايتي کچه د چارواکو د شتمنيو ثبتول له ننګرهار څخه پيل شول

    جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩١): د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسيون له لوري د لومړى ځل لپاره د ولايتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو چارې له ننګرهار څخه پيل شوې.



    اتو سترو صنعتي هیوادونو د بدلون په لسیزه کې افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه

    شیکاګو ( پژواک ۳۱ غویی ) : دامریکا په کمپ ډيويډ کې د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو پخپلې ۲۵مې سرمشیريزې غونډه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د واکونو تر لیږد وروسته د بدلون په لسیزه کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ژمنه وکړه.



    افغانستان د سړک نړيوال سازمان له اسانتياوو ګټه نه ده پورته کړې

     کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩١): ترانسپورت وزارت شاوخوا دوه کاله مخکې ويلي و، چې په ٧ مياشتو کې به د افغان سوداګرو موټر د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تګ راتګ ولري؛ خو تراوسه دا کار نه دى شوى.<



    د خلکو له خوا اته کيلومتره د خاورو بند جوړ شو

    زرنج (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکو د سېلابونو له راوتو د مخنيوي لپاره د هلمند سيند پر غاړه اته کيلومتره د خاورو بند جوړ کړ.



    په کابل ښـار کې د عربي سرو زرو بيه ټيټه شوې ده

    کابل ښار (پژواک ٢٨ غويى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د عربي سرو زرو بيه لوېدلې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي .



    اسټراليا له افغان ځواکونو سره ٣٠٠ ميليونه ډالر مرسته کوي

    کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩١): اسټراليا د افغان ملي ځواکونو لپاره د٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.



    د امو سيند له نفتي حوزې د تېلو استخراج پيلېږي

    کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د روان کال په تلې مياشت  کې د امو سيند له نفتي حوزې څخه د تېلو استخراج پيلېږي.



    په ٣ مياشتو کې به د اقينې بندر او اندخوى ترمنځ د نفتي سيمې د نفتو کچه معلومه شي

    کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د ٦،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به په درېيو مياشتو کې د فارياب د اقينې بندر او اندخوى ولسوالۍ ترمنځ د نفت لرونکې سيمې د نفتو کچه معلومه شي.



    سيمه ييز هېوادونه د کانونو پروژې ګواښي

    کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د سيمې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د کانونو اړوند پروژې ګواښي، ترڅو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ونيسي.



    No details available

    د سرو زرو بيې ټيټي خو د وريجو بيه لوړه شوې

    کابل ښار (پژواک ٢١ غويى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيې لوېدلې، د وريجو بيې لږ لوړې شوې خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.