وروستي خبرونه

    کولتور

    کولتور

    د غزني پېښې د عامه کتابتون او موزيم تاريخي اثار له منځه وړي

    غزني(پژواک  ۲٧ وږى ۹۳): د غزني په وروستۍ پېښـه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتون زرګونه تاريخي کتابونه او د موزيم مهم اثار له منځه تللي دي.



    کولتور

    په کابل کې "غزليز ماښام" جوړ شو

    کابل(پژواک،٢٧ وږى ٩٣): د پښتو ژبې د ځوانو شاعرانو غزليز ماښام د "ميډيوټيک افغانستان" ادارې  کابل دفتر په انګړ کې تر سره شو.



    کولتور

    د کاپيسا ولسي ادبياتو په نوم کتاب چاپ شو

    کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د کاپيسا ولايت د ولسي ادبياتو په اړه ليکل شوى ځانګړى اثر "د کاپيسا ولسي ادبيات" په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د سرچينې مرکز (ACKU) له خوا چاپ شو.



    کولتور

    په کاپيسا کې د رسالت په نوم راډيو جوړه شوه

    محمودراقي (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): په کاپيسا ولايت کې د رسالت په نوم يوې سيمه ييزې راډيو فعاليت پيل کړى، چې د خپرونو ډېره برخه به يې اسلامي وي.



    حكومت,کولتور,ټولنيز

    ”په کابل ښار کې پرونۍ هوايي ډزې د شهيد مقام ته بې احترامي وه“

    کابل (پژواک ١٩وږى ٩٣): ځينې کابل ښاريان او د ولسي جرګې غړي، د شهيد اونۍ د مراسمو پر مهال د ځينو کسانو له خوا په کابل ښار کې هوايي ډزې  غندي او دا کار  د شهيد مقام ته بې احترامي بولي.



    کولتور,ټولنيز,فيچرونه

    د افغان روبات زمانه

    کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٣): افغان پوهان چې د "سمارټ ټانک" جوړونه يې نوى نوښت دى، له مالي ستونزو سره، سره د ټکنالوجۍ په برخه کې له يخچالونو، تر بې پيلوټه الوتکو او اورتوپيدي سامانونو د اړتياوو پوره کولو هڅې کوي.



    ښځې ,کولتور

    ښځه په صدف کې مرغلره شعري ټولګه چاپ شوه

    کابل (پژواک ١٢وږى ٩٣): د شاعرې او ليکوالې جميلې مجاهد د ((ښځه په صدف کې مرغلره)) په نوم د شعرونو کتاب چاپ شو.



    کولتور

    "د سي اى اې پټې جګړې" په نوم کتاب چاپ شو

    کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): "د سي اى اې پټې جګړې- له ويتنام څخه تر افغانستانه" په نوم کتاب د سپوږمۍ راډيو له خوا چاپ او خپور شوى دى.



    کولتور

    د باميانو په "ورېښمو لار" جشن کې زرګونو کسانو ګډون کړى

    باميان (پژواک ٨ وږى ٩٣): په باميانو کې د ورېښمو لاره جشن تېره ورځ د کنسرت، سيمه ييزو لوبو او په ملي اتڼونو سره تېره ورځ پيل شو او نن يې د حيواني محصولاتو او نندارو په ترسره کېدو دوام درلود.



    کولتورNo details available

    د شمال زون حج کوونکي سعودي ته روان شول

    مزارشريف (پژواک ٨ وږى ٩٣): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه د شمال زون د نهو ولايتونو خلک د حج کولو په موخه سعودي عربستان ته روان شول.