china wholesale
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
خوست ښار (پژواک ٢٦ غويى ٩٢): په خوست ښار کې د نجونو او هلکانو د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانيستل شوې، چې شاوخوا ١٥٠٠ زده کوونکو ته په کې د زده کړو زمينه برابره شوه.
جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت د سکتوري رييس امنيتي ساتونکي د اصلاح په نوم يوې خصوصي لېسې ته ورغلي او د هغې مدير يې په مرګ ګواښلى دى.
کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د کابل پوهنتون اتيايمه کاليزه د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
غزني(پژواک ۱۸ غويى ۹۲): په غزني کې د ناامنۍ له امله تړل شوي څلور ښوونځي د قومي مشرانو او پوهنې رياست په هڅو له نهو کلونو وروسته نن بېرته فعال شول.
غزني ښار (پژواک ۱۶ غويى ۹۲): د غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو ښوونکي وايي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې يې تنخواګانې نه دې ورکړل شوې.
جلال اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت مسوولين وايي، چې ايساف ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځي د يوه مدير په ګډون ٢٢ تنه نيولي او له ځان سره يې وړي دي.
جلال اباد (پژواک ١٥ غويي ٩٢): د نورستان د پوهنې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د اقتصاد رياست د ودانۍ ډبره کېښودل شوه.
چاريکار (پژواک ١٤ غويى ٩٢): د پنځو ولايتونو د دولسم ټولګي ٤٠ تنه فارغان د پوځي زده کړو لپاره ترکيې ته استول کيږي او ٤٣ تنه نور يې په کابل د پوليسو اکاډمۍ کې شامليږي.
هرات ښار (پژواک، ١٤ غويى ٩٢): په هرات ښار کې د افغان- ترک د نجونو لېسې د ليليې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
غزني (پژواک ۱۴ غويى ۹۲) : د غزني ښار د ښوونځيو سلګونه ښوونکي او د ولايتي شورا وکيلان نن د اعتراض په ډول د پوهنې رياست په مخکې پر عمومي سړک د دوو ساعتونو لپاره کېناستل.