وروستي خبرونه

    فيچرونه

    ټولنيز,فيچرونه

    د غزني د خلکو غوښتنې

    غزني ښار (پژواک ۲٩ غويي ٩٢): د غزني اوسېدونکي له حکومت او نړېوالې ټولنې د امنيت د ټينګښت، د بېکارۍ د له منځه وړو، د پوهنې بهير چټکتيا، د ښځو حقونو پر ځاى کول او په بهر کې لوړو زده کړو ته د زمينې مساعدولو غوښتنې کوي.



    بیا رغونه,فيچرونه

    په غزني کې د ((بابېړي)) په نوم دود د کورنيو ترمنځ ستونزې زېږولې دي

    غزني (پژواک ۲٣ غويى ۹۲): د غزني ډېرى اوسېدونکي وايي، چې اوس هم په ځينو سيمو کې د بابېړي په نوم  ناوړه دود پر خپل ځاى پاتې دى او په کورنيو کې يې ستونزې را پيدا کړې دي.



    بیا رغونه,فيچرونه

    تر پنځو مياشتو به پر دهلې بند عملي کار پيل شي

    کندهار ښار(پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د اوبو لګولو رييس وايي، چې د دهلې بند د رغونې د چارو د پيل په موخه اړوند تخنيکي کارونه، سروې ګانې او له ماينونو څخه د اړوندو ساحو پاکول پاى ته رسېدلي او څو مياشتې وروسته به پرې عملي کار پيل شي.



    ټولنيز,فيچرونه

    د ښېوې د سرکنډ سيمې خلک د ژوند لومړنۍ اسانتياوې غواړي

    جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د ښېوې ولسوالۍ د قاسم خان سيمې اوسېدونکي پر دولت نيوکه کوي، چې په سيمه کې يې د بيارغونې کارونه نه دي ترسره کړي.



    سوداګري او اقتصاد,فيچرونه

    د کندهار برېښنا رياست هره مياشت ٢٠ ميليونه افغانۍ زيان ويني

    کندهار (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د برېښنا رياست مسوولين وايي، دولتي ادارې او خلک د برېښنا پيسې نه تحويلوي، چې له امله يې دغه اداره هره مياشت ميليونونه افغانۍ زيان ويني.



    کولتور,فيچرونه

    امنيتي اندېښنو په مزار کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې

    مزارشريف (پژواک ١٠ غويى ٩٢): په بلخ ولايت کې د امنيتي ستونزو، خود سانسورۍ او د خلکو د پام وړ د مطالبو نه خپراوي، په دغه ولايت کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې دي.



    حكومت,فيچرونه

    "په ننګرهار کې د سولې له شورا سره يو ځاى شوي وسله وال جعلي دي"

    جلال اباد (پژواک ٧ غويى ٩٢): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سولې پر شورا نيوکه کوي او وايي، چې له يادې شورا سره يو ځاى شوي ډېرى کسان عام وګړي دي، چې يواځې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره دغه کار کوي.



    سوداګري او اقتصاد,فيچرونه

    ټوپک سالارو او انګرېز پوځيانو د هلمند چاه انجير دستګاه ته سخت زيان رسولى

    لښكرګاه (پژواك ٤ غويى ۹۲): په هلمند ولايت كې د چاه انجير ودانيزې دستګاه ته له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې په خپلمنځي جګړو او په دې وروستيو کې د انګرېزي پوځيانو له خوا خورا زيات زيان اوښتى، ماشينري، وسايل او سامان الات يې ورک او يا هم په نورو هېوادونو کې پلورل شوي دي.



    حكومت,فيچرونه

    افغانستان د پاکستاني ګوندونو په ټاکنيزو تګلارو کې

    اسلام اباد-کابل (پژواک ٢ غويى ٩٢): د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونو د دغه هېواد د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په اعلان کړو خپلو تګلارو کې له افغانستان سره د ښو اړيکو پر پراخوالي ټينګار کړى، خو ځينو بيا افغانستان هېڅ ياد کړى نه دى.



    امنیت او جرمونه,ښوونه او روزنه,فيچرونه

    په لوګر کې د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه غصب شوې

    پل علم (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د لوګر ښوونکي وايي، چې دوه کاله مخکې د ښوونکو د ښارګوټي پرانيسته وشوه، خو تر دې مهاله يې دوى ته ځمکې او د کور لپاره نومرې نه دي ورکړي.