تازه خبرونه

    حكومت

    د سرتېرو تر ايستلو وروسته به هم فرانسه له افغان ځواکونو سره همکاري کوي

    کابل ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو په شيکاګو کې د يوې ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د فرانسې د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.



    حامد کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

     کابل ښار ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نيټه): د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشرحامدکرزي سره په خپله ليدنه کې سيمه ييزه همکاري او له مخالفينو سره خبرې اترې د سولې په پروسه کې مهمې وبللې او ويې ويل چې  ملګري ملتونه به د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.



    زرداري: امريکا دې پر پاکستان هوايي بريدونه بند کړي

    شيکاګو (پژواک ٣١ غويى ۹۱): د پاکستان ولسمشر د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او له امريکا يې وغوښتل چې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.



    افغانستان او پاکستان ټرانزیټ تړون منځني اسیا ته په غځولو موافقه وکړه

    شیکاګو ( پژواک ۳۱ غویی ۹۱ ) : د شیکاګو کانفرانس په حاشیه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو پخپله لیدنه کې ټرانزیټ تړون ترمنځني اسیا هیوادونو پورې پر غځولو موافقه وکړه.



    افغانستان او اسټراليا ستراتيژيک سند لاسليک کړ

    شيکاګو (پژواک ۳۱ غويی ۹۱) : ولسمشر حامد کرزي او لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارډ د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ستراتيژکو اړيکو سند لاسليک کړ.



    حامد کرزى: نه غواړو د نړيوالو پر اوږو بار و اوسو

    شيکاګو (پژواک ۳۱ غويى ۹۱): ولسمشر حامد کرزى وايي، افغانان غواړي په خپلو پښو ودرېږي او د دې لپاره چې د نړيوالو پر اوږو بار نه وي غواړي د امنيت د لېږد پروسه په خپل وخت بشپړه شي.



    دناټو سرمشريزه غونډه په شيکاګو کې پيل شوه

    شيکاګو (پژواک ۳۱ غويى ٩١): د شيکاګو غونډه د ناټو د عمومي  منشي اندرس فوغ راسموسن په وينا سره د امريکا پر وخت له غرمې مخکې يوولس بجې پيل شوه.



    معنوي د عادلانه ټاکنو لپاره د ټاکنو په قانون کې د بدلون غوښتنه وکړه

    مزارشريف (پژواك ٣١غويى٩١): د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مسوولينو د ټاكنو په اړه ټينګار وكړ، چې كه چېرې د ټاكنو لپاره وړ قانون ونه لري؛ نو د رڼو ټولټاكنو ترسره كېدل به خورا ناشونى وي.



    موسى زى: له افغانستان سره مرسته په نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده

    کابل(پژواک٣١غويى٩١):د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي:" له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې د افغانستان خلکو ته خيرات نه، بلکې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده."



    د شیکاګو غونډه څو ساعته وروسته پیلېدونکې ده

    شیکاګو (پژواک ۳۱ غویی): له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو رول او د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل موضوع، هغه څه دي چې څو ساعته وروسته پیلېدونکې د ناټو سازمان تر ټولویه سرمشریزه غونډه کې به پرې بحث او په اړه يې پرېکړې وشي.