وروستي خبرونه

    روغتیا

    روغتیا

    ''د ګوزڼ ناورغۍ د خپرېدو مخه دې ونيول شي''

    خوست-ښرنه (پژواک ٦ تله ٩٣): چارواکي وايي د خوست او پکتيکا مېشتو وزيرستاني ګډوالو په ماشومانو کې د پوليو ناروغۍ نه مخنيوى، ښايي دا ناروغي نورو کسانو ته انتقال شي.



    روغتیا

    خوست کې د پوليو درې پېښې تثبيت شوي

    خوست (پژواک، ٤ تله ٩٣): تر پکتيکا ولايت وروسته په خوست ولايت کې هم د وزيرستاني کډوالو په درې ماشومانو کې د ګوزڼ ناورغي تثبيت شوې ده.



    روغتیا

    بدخشان کې په لسګونو کسان په "انټرکس" اخته شوي

    فيض اباد(پژواک، ٢ تله ٩٣): د بدخشان ولايت په يوه لرې پرته ولسوال کۍ، چې د تاجکستان پولې ته نږدې موقعيت لري، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ٤٠ کسان د "سياه زخم" يا انټرکس په ناروغۍ اخته شوي دي.



    روغتیا

    په هلمند کې د مور- ماشوم د مړينې کچه ټېټه شوې

    لښکرګاه (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ۹۳): چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د مور-ماشوم د مړينې کچه تر پخوا ډېره ټيټه شوې ده؛ خو په روغتيايي خدماتو کې لا هم ستونزې شته دي.



    امنیت او جرمونه,روغتیا

    وسله والو د پوليو ضد واکسين کمپاينر وژلى

    اسعداباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسله والو مخالفينو هغه ډاکټر وژلى چې د پوليو يا ګوزڼ  ضد کمپاين کې يې دنده ترسره کوله.



    روغتیا

    پکتيکا کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې

    ښرنه (پژواک ٣١ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې او وېره ده چې ياده ناروغي نورو ته انتقال شي.



    روغتیا

    د ننګرهار د هسکې مېنې روغتيايي مرکزونه درمل نه لري

    جلال اباد (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې روغتيايي کلينيکونه هېڅ درمل نه لري او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.



    کرنه,روغتیا

    ميدان وردګو کې نږدې سل زره څارويوته د واکسين لړۍ پيل شوه

    ميدانښار ( پژواک ۲۴ وږی۹۳) په ميدان وردګو ولايت کې نږدې ۱۰۰ زره څارويوته د بروسلوز ناروغۍ د واکسين لړۍ پيل شوه.



    روغتیا

    د کاپيسا محبس کې د خراب چاپيريال له امله يو شمېر ناروغۍ پيدا شوې دي

    محمود راقي ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : د کاپيسا يو شمېر زندانيان وايي ، چې په دغه محبس کې د خراب  چاپيريال له امله ورته يو شمېر ناروغۍ پيدا شوې دي .



    روغتیا

    اروزګان کې ناقانونه کلينيکونه او درملتونونه تړل شوي

    ترينکوټ (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په اروزګان ولايت کې يو شمېر هغه کلينيکونه او درملتونونه تړل شوي چې د فعاليت جواز يې نه درلود.