وروستي خبرونه

    مرکې

    حكومت,مرکې

    حاجي دين محمد: کانديدان دې په وړو خبرو هېواد د بحران خوا ته نه بيايي

    جلال اباد(پژواک٦وږى٩٣): جهادي مشر او د تحول او تدوام د ډلې غړى حاجي دين محمد له دواړو کانديدانو غواړي، چې په هېواد کې نازکو حالاتو ته په کتو سره د مسووليت احساس وکړي او په کوچنيو خبرو دې افغانستان د بحران خواته نه بيايي.



    کرنه,مرکې

    د مچيو يو ساتوونکى : تر شاتو بايد د مچيو زياتوالي ته ډير پام وشي

    مزارشريف ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د بلخ ولايت اوسېدونکى عبدالغني شراف ، چې په خپله سيمه کې له تېرو نهو کلونو د کرنيزو تخمونو شرکت لري او پر باغوانۍ هم بوخت دی، له دوه کلونو راهيسې يې د مچيو د ساتنې چارې هم پيل کړې دي.



    حكومت,مرکې

    اغاجان: که کانديدان سره جوړ نه شي، هېواد بيا ويجاړيږي

    فراه (پژواک ۲۰ زمری ۹۳): د فراه ۱۱۱ کلن اوسېدونکی چې له ۳۵ کلونو راهیسې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره روژه نیسي، وايي: "دا د افغانانو لپاره د شرم ځای دی چې جان کيري له امریکا راځي او زموږ کانديدان سره پخلا کوي."

    سید عبدالقادر مشهور په اغاجان د فراه د مرکز د برنګتوت د کلي اوسىېدونکۍ دى.



    کډوالي,مرکې

    نعيمي: له وزيرستاني کډوالو سره مرسته د ناورين مخه نيسي

    خوست (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): شاه بهرام له خپل پلرني کلي خورا لرې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له خپلې کورنۍ سره په يوه کوچنۍ خېمه کې د کډوالۍ ژوند پيل کړى دى.



    حكومت,بیا رغونه,مرکې

    ټاکنيزو ستونزو د کور جوړونې پروژې ځنډولې

    کابل (پژواک ١٥زمرى٩٣): د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، د ټاکنيزو ستونزو او ټاکنو د بهير غځېدا له امله د کورجوړونې په برخه کې د سلګونه ميليونه ډالرو پانګونه ځنډېدلې ده .



    لوبې,مرکې

    د اسټراليا سفير: د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى

    کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): په کابل کې د اسټراليا سفير جان فلېپ وايي چې افغانستان په کرکټ کې ډېر پرمختګ کړى دى.



    ښوونه او روزنه,مرکې

    اروزګان کې د ښوونکو کموالي ښوونيز بهير ټکنى کړى

    ترينکوټ (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د اروزګان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو کمښت ښوونيز بهير ټکى کړى او له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.



    حكومت,ټولنيز,مرکې

    جواز خان: د خلکو پاکو رايو ته دې احترام وشي

    خوست (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): محمد جوازخان وايي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون بايد د خلکو پاکو رايو ته احترام وکړي.



    حكومت,مرکې

    نوى ولسمشر دې معلولين نه هېروي

    کندوز-باميان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): دوه معلولين چې په کندوز او باميانو ولايتونو کې يې په پوره مينه او لېوالتيا رايه ورکړې، وايي چې راتلونکى حکومت دې معلولينو ته کلکه پاملرنه وکړي او دوى دې له ناوړه حالت څخه را وباسي.



    حكومت,مرکې

    "هغه چا ته رايه ورکوم چې زامن مې د ايران له زندانه راخلاص کړي"

    فراه (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د فراه ښار په يوه ټاکنيز مرکز کې يوه  سپين ږيري وويل هغه چا ته رايه ورکوم چې له ولسمشر کېدو وروسته بندي افغانان د ده له دوو زامنو سره چې په ناحقه په ايران کې د بند شپې ورځې تېروي، ازاد کړي.