تازه خبرونه

    احمدشاه عرفانيار

    Keywords:

    Other Reports

    د سرتېرو تر ايستلو وروسته به هم فرانسه له افغان ځواکونو سره همکاري کوي

    کابل ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو په شيکاګو کې د يوې ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د فرانسې د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.



    حامد کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

     کابل ښار ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نيټه): د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشرحامدکرزي سره په خپله ليدنه کې سيمه ييزه همکاري او له مخالفينو سره خبرې اترې د سولې په پروسه کې مهمې وبللې او ويې ويل چې  ملګري ملتونه به د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.



    د شيکاګو له غونډې دافغان ځواکونو د سمبالتيا ترڅنګ د بنسټيزو پروژ او ډاډمنې سولې غوښتنه وشوه

    کابل( پژواک٣١غويى ٩١) : د مدني ټولنې د همغږى مرکز، د شيکاګو له غونډې غواړي،چې د افغان ځواکونو پرعصري وسايلو د سمبالتيا تر څنګ، د بنسټيزو پروژ پلي کېدو ته هم پاملرنه او داسې پرېکړې وکړي، چې په افغانستان کې د ډاډمنې سولې لامل شي.



    احمدشاه احمدزى: له امريکا سره د سند لاسليک د هغوى د دايمي شتون په معنى دى

    کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩١): له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک سند لاسليک د افغانستان د ملي ګټو په زيان او د امريکا د دايمي شتون په معنى دى.



    د ايساف دوه سرتېري ووژل شول

    کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩١): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو د هېواد په ختيځ کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.



    په کابل کې د ساري ناروغيو د درملنې ځانګړى روغتون جوړيږي

    کابل (پژواک ٢٨غويي٩١): په کابل کې د جاپان په مرسته پر ساري ناروغيو د اخته کسانو د درملنې ځانګړى روغتون جوړيږي.



    نواندېش ته د "نوښتګر او فعال ښاروال" لقب ورکړل شو

    کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د افغان - اروپا کولتوري او بشردوستانه نړيوال بنسټ، کابل ښاروال محمديونس نواندېش ته د "نوښتګر او فعال ښاروال" لقب ورکړ.



    کرنې وزارت کابل کې د څه باندې ١٤ ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي

    کابل (پژواک ٢٦ غويي ٩١): په روان کال کې به د کابل په مرکز او ولسواليو کې د ١٤،٢ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د کرنې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.