وروستي خبرونه

    کډوالي

    کډوالي

    خوست کې پر درې زره وزيرستاني کډوالو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

    خوست(پژواک ٢٢چنګاښ ٩٣): د وزيرستاني کډوالو له درې زره کورنيو سره د اړينو خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو وېش لړۍ پيل شوه.



    حكومت,امنیت او جرمونه,کډوالي

    د خوست والي : له ګډوالو سره د وسلو د شتوالي راپورونه بې بنسټه دي

    خوست ښار (پژواک ٢١چنګاښ٩٣) : چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې وزيرستاني کډوالو، خوست ولايت ته له ځان سره وسلې راوړي او يا ښايي وسله وال په کې وي.



    کډوالي

    د پکتيکا والي: له وزيرستاني کډوالو سره به بشري مرستې تر سره شي

    کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): د پکتيکا والي وايي، له هغو ټولو اړو کورنيو سره به بشري مرستې ترسره شي، چې د جګړو او ناخوالو له امله له شمالي وزيرستان څخه دې ولايت ته راکډه شوې دي.



    کډوالي

    وزيرستاني کډوال لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري

    خوست (پژواک ١٢چنګاښ٩٣): ملګرو ملتونو او افغان پلاوي خوست ته له شمالي وزيرستانه د راکډه شوو کورنيو ستونزې او اړينو توکو ته نه لاسرسى د اندېښنې وړ وباله.



    کډوالي

    د پاکستانيو بريدونو له امله ننګرهار ته راغلي د کونړ کډوال ستونزې لري

    جلال اباد (پژواک٨چنګاښ٩٣): ننګرهار ته له  کونړ ولايت څخه لسګونه راکډه شوې کورنۍ شکايت کوي ، چې له يوې خوا روژه، له بلې خوا ګرمۍ او بې کورۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.



    کډوالي

    د وزيرستان له زرو نويو کډوالوکورنيو سره مرستې پيل شوې

    خوست ښار ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د شمالي وزيرستان له شاوخوا زرو نورو کډوالو کورنيو سره د لومړنيو خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستو لړۍ پيل شوه.



    کډوالي

    وزيرستاني کډوال خوراکي توکو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتيا لري

    خوست ښار (پژواک ٣ چنګاښ ٩٣): له شمالي وزيرستانه خوست ته راغلي کډوال وايي، چې د خوراکي توکو او د څښاک پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي او په دې برخو کې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.



    کډوالي

    د وزيرستان کډوال بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

    کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): په قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته راغلو له وزيرستاني کډوالو سره دې بېړنۍ مرستې وشي.



    کډوالي

    د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په خوست کې دفتر پرانيزي

    خوست (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نړیواله کمېټه (UNHCR) له شمالي وزيرستانه د راګده شوو کورنيو لپاره په خوست ولايت  کې خپل دفتر پرانيزي.



    کډوالي,ټولنيز

    پکتيکا ته له شمالي وزيرستانه لسګونه کورنۍ راګډه شوې دي

    ښرنه (پژواک  ٣١ غبرګولى ٩٣): په تېرو دوو ورځو کې له شمالي وزيرستانه پکتيکا ولايت ته لسګونه کورنۍ راکډه شوي او يو شمېر نورې هم د راتګ په حال کې دي.