ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې لسګونه تنه د سواد زده کړې له کورس څخه فارغ شول

په خوست کې لسګونه تنه د سواد زده کړې له کورس څخه فارغ شول

author avatar
16 Jan 2012 - 18:20
په خوست کې لسګونه تنه د سواد زده کړې له کورس څخه فارغ شول
author avatar
16 Jan 2012 - 18:20

خوست، ګردېز (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): په پکتيا ولايت کې د پوهنې رياست سلګونو مامورينو ته روزنيز پروګرام پيل او په خوست کې لسګونه کسان د سواد زده کړې له کورس څخه فارغ شول.

 نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د دې ولايت ښوونکو او د پوهنې رياست اړوندو اداري کارکوونکو ته د وړتيا لوړونې ۲۶ ورځنی پروګرام پيل شو.

 ځايي چارواکي وايي، دغه پروګرام چې د پوهنې وزارت د پراختيايي بوديجې له لوري چمتو شوی، د نږدې ۷۰۰ ښوونکو او شاوخوا ۷۰۰ اداري کدرونو د لوړتيا لوړونې په موخه پلی کېږی.

 د پکتيا د پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام د مرکز ګردېز او پنځو نورو ولسواليو د ښوونکو له پاره په پام کې نيول شوی دی.

 دی وايي، چې په دې پروګرام کې د ناامنو ولسواليو (زرمت، جاني خېل، وزي ځدراڼ، ښواک او ګرده څېړۍ) ښوونکي شامل دي، چې ټول شمېر يې شاوخوا ۷۰۰ تنه کېږي.

 د نوموړي په وينا، دا پروګرام د ښوونکو د روزنې پروګرامونو د لړۍ يوه کړۍ ده، چې په اکاډميک ډول د لايحې له مخې د وړتيا لوړونې په خاطر ورته په کابل کې د ښوونکو د روزنې له عمومي رياست څخه وړ  ښوونکي راغلي دي.

 د ده په خبره، د وړتيا لوړونې په دې پروګرام کې نږدې ۷۰۰ تنه نور اداري کارکوونکي، چې د پوهنې رياست اړوند په ټولو ولسواليو او مرکز کې په دندو بوخت دي، هم د ادارې او منجمنټ په برخه کې روزل کېږي.

 نوموړی وايي، په دې پروګرام کې هر ښوونکي ته قرطاسيه، ډوډۍ او کرايه هم ورکوي او له دې پرته دوى ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ سفريه هم ځانګړې شوې ده.

 دی وايي، د دې پروګرام له پلي کېدو سره به يې په ولسواليو او مرکز ګردېز کې د پوهنې رياست اړوند ټولې شته ستونزې تر يو بريده هوارې شي او په راتلونکي تعليمي کال کې به ښوونکي په دې وتوانېږي، چې زده کوونکو ته د خپل مسلک اړوند پروګرامونه په ښه ډول پر مخ بوځي.

 د زرمت ولسوالۍ د سهاکو لېسې څخه دې پروګرام ته راغلي ښوونکي عبدالبصير پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پروګرام خوښ دی او ښايي په راتلونکي کې هغه ستونزې چې دوى لرلې، هوارې شي.

 د يوه بل خبر له مخې، نن په خوست کې د سواد زده کړې له کورس څخه لسګونه تنه فارغ او سندونه ورکړل شول.

 دغه کسان چې عمرونه يې له دېرشو کلونو پورته دي، د سي ټي ای موسسې له لوري روزل شوي دي.

 يادو شويو کسانو ته بري ليکونه، نن ورځ د قبايلو رياست د غونډو په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ورکړل شول.

 په غونډه کې د سي ټي ای موسسې پر مسوولينو سربېره د خوست ولايتي شورا غړو، د پوهنې رياست چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.

 په سوېل ختيځ زون کې د سي ټي ای (Setena Trining Institute) مشر محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې د خوست ولايت مرکز، د اسماعيل خېلو او تڼيو په ولسواليو کې ۱۲۳ کسانو ته چې زيات عمرونه لري، تر درېيم ټولګي پورې زده کړې ورکړې دي.

 هغه زياته کړه، چې په دې کسانو کې يې ٧٣ نارينه او ٥٠ يې مېرمنې وې.

 د خوست ولايت د مرکز اړوند د شموڼې سيمې اوسېدونکې۴۵کلنې مېرمن مريم، چې د سي ټي ای په پروګرام کې يې زده کړې کړې، پژواک اژانس ته وويل چې په هېواد کې د روانو حالاتو له امله له زده کړو بې برخې پاتې شوې وه.

 دې زياته کړه: ((اوس په ليک لوست پوهېږم او په ژوند کې مې مثبت بدلون راغلی دى.))

 بل خوا نن په پکتيا ولايت کې ددرې ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت بېلابېل توکي د ولايت له لوري په اړوندو دولتي ادارو ووېشل شول.

 د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک اژانس ته وويل، دا توکي چې په کې کمپيوټر، کمپلې، کتابونه، مېزونه، طبي ماشينونه او د دفترونو اړوند ځينې نور توکي شامل وو، د ولايت مقام او ايشيا فاونډېشن له لوري ووېشل شول.

 هغه زياته کړه، چې د پکتيا پوهنتون ته ۳۰ ډېسک ټاپ کمپيوټرونه، ۱۰۰ کمپلې د پوهنتون د ليليې له پاره او ۵۰۰ جلده بېلابېل علمي کتابونه ورکړل شول.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.