ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام د بشریت د فلاح، هوساینې، ښېرازۍ او رستګارۍ دین دی، چې د انسانیت د تکامل او نجات لپاره یې ارشادات وړاندې کړي، اوامر او نواهي لري، د تشویق او ترغیب لپاره بېلابېل هدایات وړاندې کوي او په دې توګه د خپلو پیروانو په ګډون ټول انسانیت ته د خلاصون او رحمت نړیوال پیغام لېږدوي. تر کومه چې خبره تر علم یا پوهې پورې اړه لري، اسلام علم ته په خورا درنه سترګه کتلي، علم د الله جل جلاله ذاتي صفت دی، په خپل کتاب قران عظیم الشان کې یې بیلابیلو ایتونو کې د علم لور ته هڅونه کړې، د پوهانو مرتبې یې تر هر چا لوړې بللی، په علم حاصلولو یې کلک ټینګار کړی او پر خپل وروستي نازنین پیغمبر (صل الله علیه و سلم) یې د وحي پیل د (اقرا) په کلمې چې له علم سره تړاو لري، کړی دى. پیغمبر (ع) بیا په خپل وار ځان معلم یا د علم خپروونکی ګڼلی، زیات شمېر احادیث یې د علم او پوهانو په فضلیت او برتري فرمایلي دي، په خپلو افعالو کې یې تل د علم درناوی کړی، پوهان یې درانه ګڼلي او په دې توګه یې د علم زده کړه په نارینه او ښځینه فرض کړې او په کلکه یې هر هغه اقدامات چې د علم یا پوهې لاره ډب کوي، غندلي او عاملین یې مردود ګڼلي دي.

په اسلام کې د علم همدا اوچت مقام دی، چې مسلمانانو په پیل کې ورته سخت توجه وکړه او تر دې په کې پرمخ ولاړل چې د هاغه وخت اسلامي تمدن د ټولې نړی د حیرانتیا سبب شو، چې نورو ملتونو له دې چټکو پرمختګونو څخه تعجب وکړ، ان تر دې چې اروپايي تاریخ پوهان د اروپا او لوېدیځ د نننيو پرمختګونو او تمدن په برخه کې ځان د مسلمانانو پوروړي ګڼي او زیاتوي چې د دې هر څه منشا او سرچينه اسلامي تمدن دی. اوس چې د نړی د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري روابطو بڼې تغییر کړی، پراخ بدلونونه په کې راغلي، نړی سره تر پخوا لا ډېره نږدې شوې، پولې تر ډېره له منځه تللي او په داسې ډول سره یو بل ته اړ دي چې تر دې پخوا یې بېخي ساری نه دی لیدل شوی. نو وخت د دې دى چې مسلمانان د دې نړی د یوه پراخ او لوی اکثریت په توګه باید له دې کاروان سره په داسې ډول یوځای شي چې نه یواځي دیني ارشادات په کې زیامن نه شي، بلکې له بله اړخه د نړی د مطرحو ملتونو په کتار کې ودرېږي.

نړیوالتوب چې په انګلیسي کې ورته (Globalization) او په فرانسوي کې یې (Mondialization) بولي، له هغه  بهیر څخه عبارت دی چې د مختلفو سیمو او د هغوی د  ټولنیز ژوند د بېلابېلو اړخونو ترمنځ تړاو رامنځ ته کوي. ګلوبلایزیشن په معاصرې نړی کې یو له هغو اصطلاحاتو څخه ده چې پراخ مخالفین او موافقین لري. له دې نه ښکاري چې دغه نوې پدیده هم منفي ټکي او هم مثبت ټکي لري. نننۍ نړیوالې سوداګریزې اړیکې، د ټکنالوژي انتقال، د بېلابېلو علمي او اقتصادي پرمختګونو تبادله او ترمنځ یې سرحد له منځه وړل، د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن ژوندي مثالونه دي چې هره ورځ یې راز راز خبرونه د ټولیزو رسنیو له لارې اورو.

د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن پدیده ورو ورو پیلېږي، په داسې ډول پیلېږي چې ستاسې ورته پام هم نه وي، ان دا پروسه له ۷ کلنۍ یا ۸ کلنۍ پیلېږي، هغه وخت چې ستاسې ماشوم تلویزیون ته ناست وي، بېلایېل موضوعات ګوري، مختلفو نویو اصطلاحاتو او پرمختګونو سره مخامخ کېږي او په پایله کې یې په دې فکر کوي چې په دې مسایلو پوه شي، زده یې کړي او د ژوند په چارو کې ترې استفاده وکړي. همدلته دی چې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن د موضوع مفهوم را دبره کېږي او د دې اړتیا محسوسېږي، چې د نړی ننني چټک بهیر سره باید ځانونه همغږي کړو. له بله اړخه، د یادو موضوعاتو زده کړه او پرې پوهېدل، د دې ضرورت احساسوي چې باید په تعلیمي نظام کې داسې څه وي چې هغه پرې د هغو موضوعاتو په اړه پوه شي، کوم چې دی یې د تلویزیون په پرده ویني. همدلته دی چې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن د پدیدې لومړنۍ اغېزې را برسېره کېږي او د دې اړتیا را دبره کېږي چې باید تعلیمي نظام د دې موضوعاتو د تشریح، توضیح او معرفي په برخه کې مخکښ رول ولري. دا داسې یو څه دي چې که وغواړو که و نه غواړو، باید ور سره توافق و کړو، ځکه پرته تردې زموږ اړیکې له نړۍ سره معنا نه لري.

لکه چې یاده شوه، نننی عصر د ګلوبلایزیشن یا نړیوالتوب عصر دی، دنیا لکه د یوه کلي داسې شوې ده، اقتصادي او سیاسي ګټې له یو بل سره تړل شوې دي، تعلیمي نظامونو په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی، ټکنالوژي او نورې برخې په چټکۍ مخ پر لوړه روان دي، ورځ تر بلې فاصلې را نږدې کېږي، پرمختګونه مخې ته راځي، نو ورسره سم باید تعلیمي نصاب او تعلیمي نظام له نړیوالو سټنډرډونو سره برابر شي. نصاب د تعلیمي نظام د ملا تیر جوړوي، ځکه همدا نصاب دی چې زده کوونکو ته د ژوند راز راز مهارتونه ښيي، د کار بازار ته یې وړاندې کوي او په هغو مسایلو یې پوه کوي چې باید ټولنې او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي او ترڅنګ یې خپل ژوند وچلوي. په تېرو درې لسیزو کې خاصتاً زموږ تعلیمي نظام د جنګ جګړو، شخړو او نورو بېلابېلو بدبختیو له امله سخت زیان ولید، په ځانګړي ډول د دیني بنسټونو نصاب یواځې او یواځې تر دیني زده کړو محدود شو او زده کوونکو ته یې په ذهن کې داسې کښېنوله چې باید یواځې او یواځې همدا زده کړې وکړي او له دې پرته نورې عصري زده کړې له پامه وغورځول شي.

د پوهنې وزارت مني چې نوي ټکنالوژي، علمي او حرفوي پرمختګونه، د نوي بازار تمایلات په ټوله کې هغه څه دي چې تعلیمي نظام باید ورته ځواب ووايي، متعلمین له نننيو اړتیاوو سره سم وروزي، ترڅو و کړای شي چې په راتلونکي کې داسې متعلمین د لوړو زده کړو لپاره وړاندې کړي چې د ژوند په بېلابېلو چارو کې بریالي وي.

موږ دلته په افغانستان کې دیني مدرسې، دارالمعلمونه، دارالحفاظونه او بېلابېل نور د دیني زده کړو بنسټونه لرو چې په کې دیني درسونه ویل کېږي، مکمل دیني نصاب لري او ورسره د دیني پوهانو په واسطه تدریس کېږي. دا ‌ډله زده کوونکي چې کله فارغېږي، تر ډېره نه شي کولی د عصري علومو په څانګو کې تعلیمي او تحصیلي مؤسسو ته بریالي او یا هم خپل درسونه پرمخ یوسي، ځکه له عصري علومو سره بلدتیا نه لري، اړوند مضامین یې نه وي لوستي او نه شي کولی په خلاص مټ تحصیلاتو ته ادامه ورکړي. که څه هم په وروستیو کې تر یوه حده عصري علوم یې په نصاب کې ور زیات شوي، خو داسې ښکاري چې لا هم کار ته اړتیا شته. بالاخره دغه ډله نه یواځې د کار په بازار کې نه چلېږي، بلکې ورسره د لوړو تحصیلاتو په برخه کې یواځې همدا یو انتخاب لري چې هغه دیني زده کړې دي. لکه په لومړيو کې مو چې یاده کړه، اسلام د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو د زده کړې سخت پلوی دی، ځکه اسلام د بشریت د ژوند شامل کامل دین دی او ثابته خبره ده چې پرته له عصري علومو د ژوند چارې پرمخ وړل ستونزمنه او ان په ځینو مواردو کې ناممکنه ده. دلته ده چې د عصري علومو د زده کړې مسئله را برسېره کېږي او ګلوبلایزیشن یا نړیوالتوب ته په دې عصر کې لا زیاته اړتیا لیدل کېږي.

اوس تر هر څه زیاته د دې اړتیا محسوسېږي چې د دیني تعلیمي بنسټونو په نصاب کې دې باید عصري علوم ځای شي، دا کار نه یواځې طالب العلمان د ورځې له اړتیا سره سمو تعلیماتو باندې سمبالوي، بلکې ترڅنګ یې زده کوونکي کولی شي په راتلونکي کې په خلاص مټ د عصري علومو څانګو کې خپلې زده کړې پرمخ یوسي، چې په دې ډول به هغوی په یوه وخت کې هم د اسلامي زده کړو دانشمند او هم د عصري علومو په ګاڼه سمبال وي. اوس چې خبره د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن ده او دنیا لکه د یوه کلي داسې شوې، د خلکو اړتیاوې لا زیات تر یو بل پورې تړل شوي، تر پخوا وخت لا زیات داسې اقداماتو ته اړتیا پیښېږي. د نظام په کچه د پوهنې وزارت مکلف دی چې د دیني بنسټونو نصاب ته په لویه کچه پاملرنه وکړي او د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو پر بنسټ په کې ټول هغه اړین موضوعات ځای کړي چې د زده کوونکو معاصرې اړتیاوې د ګلوبلایزیشن د چټکې پروسې په پام کې نیولو سره يې ایجابوي. په داخل او خارج کې خیریه سازمانونه او خیرخواه سوداګر دې هم په دې پروسه کې خپلې تخنیکي او مالي مرستې و نه سپموي او هڅه دې و کړي چې څومره هم کولی شي په دې علمي او اسلامي بهیر کې برخه واخلي. د دې تر څنګ اسلامي نامتو پوهان په خاص ډول هغه چې معاصر نړیوال بهیر سره بلد دي، معاصر علوم یې هم لوستي او د نننۍ نړۍ د اړتیاوو په برخه کې پوهه لري، دې بهیر ته را ودانګي او په خلاص مټ دې په کې برخه واخلي.

اوس د ګلوبلایزیشن په دې چټک عصر کې مهمه دا ده چې د یادو تعلیمي بنسټونو په نصاب کې دې عصري علومو ته په پراخه توګه ځای ورکړل شي، دا نن ورځ یوه اړتیا ده، یو ضرورت دی. نورو اسلامي هېوادونو عملاً په دې برخه کې کار کړی او په ډېرو برخو کې یې مثبتې پایلې ترې ترلاسه کړې دئ. راځئ د نورو اسلامي هېوادونو لکه مالیزیا، اندونیزیا، مراکش او فیلپین نصابونو ته و ګورو او هڅه وکړو، ورځ تر بلې مو په ځانګړي ډول د دیني بنسټونو نصاب له نړیوالو سټنډرډونو سره برابر شي، ترڅو په راتلونکي کې و کړای شو په هره برخه کې بریالي او متخصص کدرونه ولرو.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 42

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.