ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی، لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا اوامن څخه اخيستل شوی دی.هر مسلمان چې له بل مسلمان سره مخامخ کيږي ،هغه بايد د خبرو له کولو مخکې پرخپل مسلمان ورور سلام واچوي اوهغه ته ووايي چې زماله خوا په امن کې ياست اوسلامتيا دې وي پرتاسوباندې.

له دې څخه معلوميږي چې سوله انسانانو ته ارامي وربښي او دا سوله ده چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، ناهيلي او نور مسايل لرې کوي، سوله جګړه ييز حالت ته د پای ټکی ږدي، د کرکې ځای مينې ته پرېږدي او انسانانو ته د پرمختګ لاره هواروي.

اسلام تل مسلمانانو ته د سولې د خپرولو لارښوونه کوي، دوی ته وايي چې له خپل بل مسلمان ورور سره تل نيکي کوئ او تل په خپلو کارونو کې حوصله کوئ،دروغ مه وايئ، خيانت مه کوئ، داړه ماري مه کوئ، نشه يي توکي مه کاروئ او … . ځکه چې دا ټول سولې او ټيکاو ته زيان رسوي.

د اسلام په مبارک دين کې سوله د تل لپاره ستايل شوې ده،تل يې د سولې ملاتړ کړی دی،د سولې په باب لوی څښتن تعالی دخپل پاک او مقدس کتاب قران عظيم الشان په سوره نساء کې فرمايلي دي:( والصلح خير) ژباړه :سوله بهتره ده. 

که څه هم ددې آيت نزول د ښځې اومېړه ترمنځ د سولې په باره کې دی، خو د قران کريم الفاظ عام دي د دنيا ټولو معاملاتو ته شامل دي اسلام هر وخت د اختلافاتو اوجګړوترمنځ د سولې غوښتونکی دی،همداراز بل ځای د پاک کتاب قران کريم په سورة الحجرات کې راغلي دي:(وان طايفتان من المؤمين اقتتلو فآصلحوا بينهما)سوره الحجرات پاره ۲۶

 ژباړه:که چيرې دوه ډلې د مسلمانانو په خپل منځي جګړو سره اخته وي نو د دوی ترمنځ سوله وکړئ.

 په تفصيل کې راځي د دوه ډلو مسلمانانو ترمنځ نه يوازې بايد سوله وشي، بلکې هغه لاملونه دې هم ولټول شي د کوم په اساس چې د دوی ترمنځ شخړه راپيداشوې وه .

مؤرخينو د حضرت حسن بن علي رضي الله عنهما  (واقعه د حضرت معاويه رضي الله عنه سره  ذکر کړې ده او سولې ته يوه غټه کارنامه بللې ده او دحضرت حسن رضي الله عنه سوله يو بهترينه بېلګه ده ځکه هغه سوله غوره کړه،په دې وجه چې د مسلمانانو وينې تويې نشي.

 سره له دې چې هغه په دغه وخت کې( ۴۰۰۰۰)څلويښت زره انساني قوت درلوده بيايې هم هغه سوله په خلافت او امارت غوره وګڼله،د ټولونه اول حضرت حسن خپله خبره دحضرت جعفر(رض) زوی ته وکړه او ورته ويې ويل چي زه  اراده لرم او اميد دی چې تاسې به د هغې تائيد وکړئ.

  هغه دا چي  ورځ په ورځ په ملک کې فتنه او فساد زياتيږي او وينې توييږي،له دې کبله زه خلافت پرېږ دم او د حضرت معاويه سره سوله کووم .

 نن سبا که موږ دګران هېواد افغانستان حالاتو ته وګورو، تقريباً هره ورځ زموږ دبې ګنا مسلمانو هېواد والو وينه توييږي، هيله مې په جنګ کې دټولو ښکيلو غاړو څخه ده چې نور په خپلو مظلومو ،ځورېدلو ،سپين ږيرو ،کونډو ،يتيمانو اوخپلو کوچنيو ماشومانو رحم وکړئ،د روانو وژونکو سېليو له شره دتل لپاره ګران هېواد خلاص کړئ، په پوره ميړانه او شجاعت سره د سولې د روانې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړئ.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 11

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.