ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
15 Jun 2017 - 10:14
author avatar
15 Jun 2017 - 10:14

د سیاسي او ټولنیزو محافلو د خبرو اترو په رڼا کې ویلی شو چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایانو د شتون او ملاتړ لپاره لاندې نظرونه موجود دي:

۱- هغه ګروپونه چې د ګاونډيو هېوادونو او نورو بهرنیانو په حمایت د افغانستان د حکومت په مقابل کې جنګېږي، دوی او د دوی سیمه يیز حامیان پر دې خوشالېږي څو د ناټو او امریکایانو قوتونه هر څومره ژر له افغانستانه ووځي او د افغانستان حکومت په سیاسي، پوځي او اقتصادي لحاظ کمزوری شي، دا د دوی په خیر دی او ژر به قدرت ونیسي.
۲- دویمه ډله چې نه غواړي نظام سقوط وکړي، خو غواړي چې هر څه د دوی په کنټرول کې وي. د زیاتو نا امنیو له امله د دې ډلو ژوند او ګټې اوس یو څه اندازه په خطر کې دي. دا ډلې په لنډغرو او اقتصادي مافیایي کړیو پورې تړلې دي چې په حقیقت کې همدوی دغه حکومت فلج کړی دی. دوی پر دې عقیده دي چې دنیاوال باید د دوی امنیت وساتي او هم دوی ته پرېمانه پیسي ورکړي او په دې توګه به دوی خپلو مزو او چړچو ته دوام ورکوي. دوی هم د بهرنیانو پر شتون اعتراض کوي چې ولي د دوی د شومو اهدافو لپاره امنیت نه ساتي او یا له دوی څخه په دوامداره توګه حمایت نه کوي.

۳- درېیمه ډله هغه کسان دي چې د شک پر تیوریو (Conspiracy Theory)عقیده لري. دوی د ناټو او امریکایانو شتون ته په افغانستان کې د شک په سترګه ګوري. دوی ولس نور هم پر حکومت او د ناټو پر شتون شکمن کوي. په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې په عقیدوي لحاظ له مسلحو ډلو سره تړاو لري اما په سیاسي لحاظ په ظاهره د نظام حمایت ګر ځانونه ګڼي. پخوانۍ چپي ډلې هم په دغه ګروپ کې شاملې ډي.

څلورمه ډله پر دې فکر دي که دوی رسمي دندې ونه لري او یا د لوبې لوبغاړي نه اوسي نو د بهرنیانو شتون او هم د نظام بقا د دوی لپاره مهمه نه ده؛ ځکه دوی له حکومتي دندو بغیر ژوند نه شي کولي. په دې ډله کې زیاتره د تېر حکومت پلویان شامل دي چې اوس رسمي دندې نه لري. دا ډله چې په هر محفل کې ګډون کوي د ولس ذهنیت د حکومت په کارونو او د ناټو پر شتون باندې بې باوره کوي. کله چې د دې ډلې افرادو ته کومه چوکۍ ورسېږي، نو بیا د ماشومانو په شان غلي شي خو بیا هم د حکومت لپاره مضر دي؛ ځکه دوی هم نه غواړي چې ښه کسان سیستم ته داخل شي.
پنځمه ډله عام ولس دی چې هغوی هم ګنګس دي چې دا څه لوبه روانه ده چې ولې امنیت نه ښه کېږي او ورځ تر بلې د دوی ستونزې زیاتېږي. دوی وایې دا د بهرنیانو موجودیت نو بیا د څه لپاره دی چې امنیت نه شي راوستلای؟ دوی هم د ناټو او امریکایانو پر شتون اعتراض کوي.

شپږمه ډله پر دې فکر ده چې د افغانستان حالت لکه د عاجل واټ (ICU) د مریض په توګه دی او اکسېجن ورته چالان دی که بهرني کومکونه او د بهرنیانو شتون نه وي، دانظام ډېر ژر سقوط کوي، داخلي جګړې پیل کېږي، د سیمې هېوادونه به بیا د نوي يمې لسیزې په شان خپل ګوډاګیان حمایه کوي او د دې بدبختیو او رقابتونو تاوان به د افغانستان ولس ورکوي.

د پورته نظرونو په وضاحت سره ویلای شو چې څوک د نظام او سیستم بهبود غواړي او څوک د نظام او سیستم په تضعیفه کولو کې مهم رول لري. افغانان باید په پټو سترګو د هغو ګروپونو او ډلو ملاتړ ونه کړي چې د نظام په تضعیف کولو او د سیستم په فلجولو کې رول لري.

د نظام په تضعیفه کولو، د جنګ په دوام ، انارشي او داخلي جګړو کې د اکثریت افغانانو ګټه نشته، جنایي مافیایي او ترورستي کړۍ د خپلو شومو اهدافو لپاره هغه وخت ښه فعالیت کولای شي چې نظام ضعیفه او انارشي وي.

زما په اند په لنډ او اوږدمهال کې افغانستان د نړیوالو کومکونو او سیاسي حمایت ته اړتیا لري، څو پر خپلو پښو ودرېږي او د سیمه يیزو هېوادونو د نفوذ نه ځان خلاص کړي. په اوږدمهال کې دا پر افغانانو پورې اړه لري چې د نظام جوړولو روحیه په ځانونو کې پیدا کړي او له حکومت څخه ملاتړ وکړي.

حکومت ته هم په کار ده چې د خپل دوام لپاره ملت ته رجوع وکړي او د څو محدودو معامله ګرو اشخاصو او ګروپونو د انحصار څخه باید ځان خلاص کړي. د نظام مسوولیت زیاته برخه د حکومت پر غاړه ده چې په خپلو کړنو کې تغیير راولي. که دغه کار ونه کړي، که هر څومره کومکونه راشي بیا هم افغانستان به له ستونزو سره مخ وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.