ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
23 Apr 2017 - 15:06
author avatar
23 Apr 2017 - 15:06

واشنګټن ډي سي که څه هم د امريکا پلازمېنه بلل کيږي خو د امريکايي معيارونو له مخې ښار نه بلل کيږي. دا ډېر وړوکى ځایګی دی. يوازې سرکاري ودانۍ په کې دي. ياني دبازار په ډول دپلورنځيو ځل او بل نه لري. يوازې د واشنګټن پخوانۍ او زړه سيمه چې جارج ټاون يې بولي يو سړک دی چې دبازار دواړو خواو ته يې کتار دوکانونه او رسټورانونه دي. نور نو په دې سپېره واشنګټن کې بې له يوڅو لرغونتونونو (ميوزيمونو) هېڅ داسې شی نه شته چې هغه دې په ليدو و ارزيږي. مقصد که سړی نابلده پر دې ښار پېښ شي، نو سخت زړه تنګى ځای دی چې له پتنګ والي به يې زاره وچوي.

 خو که څوک د امريکا او نړۍ په سياست کې ډېر يا لږ معلومات ولري او واشنګټن ته راشي. په نړۍ کې د امريکايي سياست دا واشنګټن ډي سي چې امريکايان يې ډي سي بولي د زلميانو ښار هم بلل کيږي، ځکه د امريکا له هر ايالت او ښار څخه دلته ځوانان او نجونې د کارونو د فرصتونو د پيداکولو او د کاري زده کړو ياني د اينټرنشيپونو لپاره دلته ځي راځي.

پردې سربېره دلته په دغه ښار کې په سلګونو داسې څېړندويه ډلې شته چې په نړۍ کې د امريکا د ګټو لپاره څېړنې او کارونه کوي. دغه څېړندويو ډلو ته په انګرېزي کې تينک ټانکس وايي چې په حقيقت کې د امريکا د سرکار تګلارې جوړوي. دا ډلې په ظاهره ازادې، خو په واقعيت کې د سرکار پرزې بلل کيږي. دا ډلې اکثره هره اوونۍ په بېلابېلو موضوعګانو بحثونه جوړوي. په دغو غونډو کې اکثره د دوی خپل څېړونکي او يا هم د هغو هېوادونو سياستوال، ليکوال او نور مخور بحثونو ته راغواړي چې د بېلابېلو هېوادونو په باره کې بېلابېل سياسي، ديني، کلتوري او په نورو بېلابېلو موضوعاتو کې خبرې کوي. په دغه تينک ټانکونو کې د افغانستان په باره کې ټول سياسي او کلتوري بحثونه د پاکستان له زاويې څخه څېړل کيږي. ياني کله چې د افغانستان په باره کې کومه څېړنه کيږي دلته سرکار يوازې پرخپلو څېړونکو سربېره پر پاکستان او د پاکستان پر څېړونکو تکيه کوي. ياني د افغانستان لپاره افغانان مستقل څېړونکي نه لري او نه يې د پاکستانيو څېړونکو په ډول په څېړنو باور لري.
په واشنګټن کې د ۲۰۱۰ کال شپې او ورځې وې،زه دې ښار ته تازه د يو کار لپاره راغلى وم . دا چې ما په رسنيو کې کار کاوه، نو د څېړندويو ټولنو ډېرو سياسي او څېړنيزو بحثونو ته تللم چې رښتيا ساعت مې په کې تېرېده او کار خو بې له هغه کار و.

په دې ورځو کې يوه ورځ دغسې يوه بحث ته تللی وم ګڼ شمېر رسنۍ وال، ليکوال او څېړونکي ورته راغلي و. پاکستانيان او هندوستانيان هم په کې و.

د افغانستان او سيمې په باره کې بحث کېده.

د غونډې ترپيل مخکې يوې هندوستانۍ ډاکټرې د چايو او قهوې په وخت کې راڅخه وپوښتل چې د کوم ځای يې ما چې ورته وويل زه افغان يم نو دلچسپي يې زیاته شوه پوښتنې يې راڅخه پيل کړې، خو په دغه وخت کې غونډه پیل شوه. راته يې وويل چې ترغونډې وروسته خامخا خبرې سره کوو. ما ورته وويل چې سمه ده، خو د غونډې په ترڅ کې ماته يو ټيلېفون راغی او غوښتل مې چې دباندې ووځم او په ټيلېفون کې خبرې وکړم. دې له لرې څخه لاس راته وښوراوه چې ياني زه هم در وځم.

دباندې يې راته وويل چې دا غونډه اوږده او خبرې يې ماته تکراري دي. خوښه مو نه ده چې زما کره مېلمه شئ. نن ماښام زما يوه پاکستانۍ  ملګرې ډاکتره چې زما په کور کې يو ځای راسره اوسېږي. دپنسوالنيا ايالت ته تللې وه او نن رارسېدلې ده. درګرده ټيلېفونونه راته کوي چې غواړي مې. دا هم څېړونکې او ډاکتره ده. زما منتظره ده زموږ د سيمې په باره کې به يو ښه بحث جوړ شي. که ته را سره لاړ شې. ښه مې ورسره وکړه او ددې کره لاړو.دې مخکې په ټيلېفون کې ورته وويل چې يو افغان هم راسره ملګری دی. هلته چې ورسېدو پاکستانۍ مېلمنې يې لا ترمخه څښاک اچولي و. هندوستانۍ زه پاکستانۍ ته ور وپېژندلم او تر ستړي مشي وروسته سره کېناستو. د افغانستان، امريکا او پاکستان د سياست خبرې کېدې. هندوستانۍ ډاکتره په پخلنځي کې د ډوډۍ په برابرولو بوخته شوه خو په ترڅ کې يې له موږ سره په خبرو کې هم له هغه ځايه برخه اخيسته.

هندوستانۍ تر يوې خبرې پورې ماته وويل چې افغانان جنګيالي او غيرتي ولس دی هيڅکله يې چاته سرنه دی ټيټ کړی او زه فکر نه کوم چې هيڅ زبر ځواک به يې مات کړي، ځکه دا خبره تاريخ ثابته کړې ده. ددې خبرې په اورېدو سره پاکستانۍ ډاکتره چې مخکې يې هم د څښاک له لاسه وضعيت عادي نه و. له خندا شنه شوه خپلې ملګرې ته يې وويل چې هو دا خو زه درسره منم، خو افغان روڼ اندي او د دوی روڼ اندي مشران د خپلو دغو ارزښتونو غيرت او تاريخي ازادۍ په باره کې د خپل ولس لپاره سياسي دريځ نه لري او دا د افغان بحران يوه بنسټيزه ستونزه ده، بيا يې ماته يوڅه د ملنډو په لهجه وويل چي زه غلطه خبره خو نه کوم ښاغليه افغان روڼ اندي؟

ما هم دستي ورغبرګه کړه چې لومړی خو زه په هغو روڼ اندو کې نه يم چې تاسو ماته خطاب وکړ. بې له دې څخه چې ما وپېژنئ او زما نظر درته څرګند شي تاسو ماته د روڼ اندي خطاب وکړ.

ورته ومې ویل، زه دا منم چې اکثره افغان روشنفکران د افغانانو دغيرت او وياړ دوديزه لار ردوي، خو لکه څنګه چې روشنفکران په هره ټولنه کې يوه محدوده طبقه وګړي وي. په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کې دا ډول کسان هېڅ ډول اغېز نه لري. روشنفکران که سل واره هم د افغاني ټولنې دوديز ارزښتونه رد کړي خبره يې هيڅ ځای نه نيسي، ځکه د ولس دا ډول روحيه په خبرو او ليکنو نه بدليږي دا له غره سره د سرجنګولو مانا لري. روشنفکرانو دا کار مخکې هم کړی او اوس يې هم کوي، خو ګټه يې نه ده کړې.

را به شو ستاسې دپاکستان سياسي اسلام ته. نو دا هم د پاکستان په قلمرو کې د سياسي مشرانو او روشنفکرانو توره نه ده. ددغه ډول ديني سياست بنسټ هم انګرېزانو د مسلم ليګ په چوکاټ کې ايښی چې بيا وروسته پيروانو يې تر نن ورځې پورې پاکستان چلولی دی.

په دغه وخت کې پاکستانۍ ډاکتره زما خبروته ځير وه، نوره يې خندا په خوله کې نه وه او د ځان د نورمال ښکاره کولو هڅه يې کوله او په انګريزي يې راته وويل چې ساري.

وروسته چې په هغه شپه کورته تللم د واشنګټن په ښاري اورګاډۍ کې سپور وم ماته د امريکايانو د ارزښتونو خبره هم سترګو ته ودرېده چې ياره امريکايان هم په نړۍ او په داخل کې داسې خواريکښ او مخلص کسان بلل کيږي، خو په عمل کې نه خواريکښ اونه هم مخلص دي سرچپه ډېر لټ او دوکه بازه هم وي، خو کله چې امريکايي مشران او روڼ اندي يې ستاسې دريځ نيسي دوی ټول د امريکايانو دوديز ارزښتونه ستايي او په وياړ يې په ترڅ کې همدارنګه ادعا کوي چې  امريکايان ډېر مخلص اوخواريکښ وګړي دي. دا خبره به دهيڅ امريکايي مشر يا روشنفکره څخه وانه ورئ چې امريکايان لټ او ټګماران دي، خو په افغاني ټولنه کې افغان روڼ اندي د افغاني غيرت، پښتونولۍ د ارزښتونو د دفاع دريځ خو هلته پرېږده  اصلاً يې په مانا هم سم نه پوهيږي خو منفي يې تعبيروي او ردوي يې ، ځکه خو جوته ده چې افغاني ټولنه تر اکثرو افغان روشنفکرانو د افغانستان دښمنان سم پېژني. ياني د افغاني بحران په سمه نه پېژندنه کې يوه برخه دغه روشنفکران په خپله دي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.