ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هر جنګ ځان ته علل او معلول لري؛ تر څو چې موږ د جنګ پر علل پوه نه شو، تر هغه پورې موږ د جنګ معلول ته د حل لارې نه شو پيدا کولى. په افغانستان کې ډېری او سياسيون د جنګ علل يا عوامل په Conspiracy Theories يا د شک او دسيسې په تيوريو کې ګوري. د شک تيورۍ تل د افغانستان د ناکامو سياسيونو او مشرانو له خوا په اګاهانه او غير اګاهانه توګه د ولس په مغزو کې پېچکاري شوي دي. په افغانستان کې د اوسنيو جنګونو په هکله د شک د تيوريو يو څو بېلګې په لاندې ډول دي:

۱- ډېرى مشران او تحليل ګران په دې عقيده دي چې افغانستان د سيمې او نړيوالو سياستونو او Proxy Wars يا نيابتي جنګونو قرباني دی، تر څو چې منطقوي او نړيواله همغږي، توافق او يا د دوی د مشترکو ګټو د تمرکز ټکي پيدا شوي نه وي، تر هغو پورې به په افغانستان کې جنګ دوام لري.

نړيوال او په ځانګړې توګه امريکا غواړي چې په افغانستان کې جنګ تود وساتي تر څو د خپلو اقتصادي او يا ستراتيژيکو ګټو د اهدافو لپاره په افغانستان کې د خپلو قواوو د شتون لپاره دلايل ولري.

افغانستان ډېر زيات طبيعي ذخاير لري نو نړيوال د افغانستان د ‌ذخايرو د لوټولو لپاره دلته راغلي دي؛ د بېلګې په توګه له هلمند او بدخشان نه يورانيم يوسي او يا داسې نور.

 منطقوي او نړيوال هېوادونه دلته جنګ يوازې د پښتنو په سيمو کې تود ساتي تر څو د لر او برو پښتنو د خود اراديت داعيه ووژل شي.

 طالب او داعش د غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه د يهودو پروژې دي تر څو اسلام بدنام کړي او په دې توګه د مسلمانانو په منځ کې تفرقه واچوي.

که د هرې تيورۍ په علل او عواملو باندې بحث وشي نو فکر کوم چې کتابونه پرې ليکل کېداى شي، دا زه نه ردوم چې د هرې تيورۍ تر شا يو څه دلايل او يا حالت داسې مساعد شوي چې د ولس باور پر دې تيورۍ ګانو باندې زياتوي خو زما په اند دا ټولې تيورۍګانې ناسمې دي؛ دا ځکه چې د افغانستان سياسيون چې تل د ستونزو د حل له اصلي علتونو فرار کوي او يا خپله ملامتيا نه مني نو ولس ته تل د شک تيورۍ تر مخې کوي. د شک تيوري تل مسايلو ته لنډ، د ولس په ژبه ساده او قانع کوونکى ځواب په اسانه توګه ورکوي، د شک پر تيوريو د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم سياسيون باور لري چې ښه مثال يې د امريکا د روان جمهوري رياست لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ډونالد ټرمپ دی او د امريکا يو تعداد زيات ولس د ده په شک تيوريو او پپوليست شعارونو غوليدلي هم دي؛ ځکه ده خپل ولس ته د نړيوالو مسايلو حل په ساده شکل وړاندې کړى دی، حال دا چې د نړیوالو کړکېچونو حل دومره ساده نه دی څنګه چې دی شعارونه ورکوي.

را به شو اصلي پورته دوو پښتنو ته:

زما په اند، د افغانستان د جنګ عمده عوامل پخوا او اوس هم د سياسي او اقتصادي قدرت انحصار دی؛ که لږ لڼد ځغلنده نظر، تېرو څلورو لسيزو ته واچوو، نو د خلق ډيموکراتيک ګوند پر ضد ولس ځکه راپاڅېد چې دوی سياسي او اقتصادي قدرت په خپل انحصار کې ونيو، له دوی نه خبره ځکه خرابه شوه چې دوی بيا په خپلو منځو کې د قدرت د انحصار پر سر سره نه جوړېدل او د يو بل پر ضد يې دسيسې پيل کړې، خپل حکومتونه يې په خپله له منځه سره يووړل او خپل ملګري يې په خپله سره بنديان کړل او ووژل او بالاخره دوی د سياسي ضعف او مديريت له امله ناکام شول.

جهادي ډلو هم د قدرت انحصار غوښت، په شريکه سره يې د کابل کمونيستي رژيمونو ته سقوط ورکړ خو بيا په خپلو منځو کې د قدرت د انحصار په خاطر، د يو بل پر ضد دسيسې پيل کړې، يو بل يې سره ووژل او د دوی له لاسه د وطن کدري سرمايې فرار وکړ او د افغانستان فزيکي سرمايه ټوله چور کړاى شوه.

طالبانو هم د قدرت انحصار غوښت او نورو ته يې په حکومت کې برخه نه ورکوله او بالاخره سقوط يې وکړ او اوس د قدرت د انحصار په خاطر طالبان څو ډلې دي او بې هدفه جګړه يې د افغانانو په مقابل کې پيل کړې ده چې هره ورځ په لسګونو بېګناه ملکي افغانان د دوی د ناروا جنګونو له امله وژل کېږي.

د بن له قرارداد څخه وروسته د حامد کرزي په څلور دورو کې هم سياسي او اقتصادي قدرت انحصار د څو محدودو ګروپونو او اشخاصو تر منځ وېشل شوى و اوس هم همدا لړۍ روانه ده، د ملي وحدت تش په نامه حکومت د مشرانو تر منځ چنې وهل هم د سياسي او اقتصادي قدرت د انحصار په خاطر دي.

زما په اند، تر څو چې د سياسي او اقتصادي قدرت د انحصار لړۍ روانه وي، تر هغو به په افغانستان کې جنګ روان وي، ثبات به نه وي، ولس به د څو محدودو ډلو او ټپلو او يا اشخاصو د قدرت د انحصاري ګټو د ساتلو په خاطر قرباني ورکوي، د قدرت انحصار يوازې او يوازې هغه وخت ختمېداى شي څو په يو ملک کې د حکومتدارۍ سياسي او اقتصادي ابعادو مديريت ښه شي، البته دغه نوبل يا ښه اهدافو ته په دوه ډوله يو ملک رسېدلی شي: اول دا چې د حکومت مشرتابه د ولس له منځ نه د ولس په خوښه را وټوکېږي او بيا د ډيموکراتيکو اصولو په چوکاټ کې حکومتداري وکړي، په دې توګه حقوقي او سياسي مشروعيت د يو نظام او حکومت تر سوال لاندې نه وي او بالاخره داسې ملکونه يوې باثباتې ډيموکراسۍ ته رسېږي چې په سياسي علومو کې ورته Qality Democracy يا با کيفيته ډيموکراسي وايي.

دويمه طريقه يې دا ده چې که مشرتابه په هره وسيله قدرت ونيو نو بيا داسې پروګرامونه او کړنلارې رامنځته کړي تر څو د خپل حکومت کولو په دوران کې د قدرت انحصار ته په عملي توګه د پای ټکى کېږدي او په راتلونکي کې د سياسي قدرت مديريت يو سم او منتخب مشرتابه ته انتقال کړي يعنې د قدرت د انحصار په فکر کې بايد ونه اوسي. د داسې حکومتونو حقوقي مشروعيت په لومړي سر کې تر سوال لاندې وي، خو د سياسي مشروعيت له لارې او د خدماتو په عرضه کولو سره ولس د دوی حقوقي مشروعيت ته ډېر پام نه کوي. متاسفانه د سياسي او اقتصادي انحصار په خاطر تر اوسه د افغانستان د ټولو نظامونو او حکومتونو حقوقي او سياسي مشروعيت تل تر سوال لاندې دی نو ځکه دوی پر دې نه دي توانېدلي چې د يو با ثبات حکومت او نظام لپاره قوي تهداب کېږدي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.