ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“خپل وطن ګل وطن” دا هغه شعار دى چې د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره يې جوړ کړى دى.

شپږ کلن به وم چې پر هېواد د وخت شوروي اتحاد له يرغل سره سم مو له ميليونونو نورو افغانانو سره ګاونډي هېواد پاکستان ته هجرت وکړ او ٢٢ کاله مو په دغه هېواد کې د کډوالۍ ژوند تېر کړ، خو په دې موده کې يواځې له څو مياشتو پرته چې په کمپ کې مو تېر کړل، نور ټول ژوند مو د پېښور ښار په بېلابېلو سيمو کې د ځايي خلکو په منځ کې تېر کړ.

په هر کلي کې چې مو ژوند کړى، خلکو يې ډېره مينه محبت راکړی، زموږ يې ډېر درناوى او عزت کړى او په سختو شېبو او ستونزو کې يې زموږ لاسنيوى کړى دى، خو کله چې په افغانستان کې سیاسي حالات بدل شول، په هېواد کې د طالبانو واکمني پاى ته ورسېده او د نړيوالو په مرسته په هېواد کې نسبي سوله رامنځته شوه، کډوالو هم خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لړۍ پيل کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا اوه ميليونه افغانان مېشت وو چې په تېرو څو کلونو کې يې ډېره برخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو اوس هم په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون راجستر او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

د پاکستان، په ځانګړې توګه د خلکو یې دې کور اباد وي چې افغانانو ته يې خپله غېږه پرانیستې وه، ولسونو يې له افغانانو سره د ورورۍ په فضا کې ژوند تېر کړ او هماغه د مدينې د انصارو او مهاجرو کیسه يې تازه کړه، خو له بده مرغه د دغه هېواد پوځ او استخباراتو نه يواځې له افغان کډوالو ناوړه ګټه پورته کړه، بلکې د افغانانو او مجاهدينو په نوم له راغلو پيسو او وسلو يې ډېره برخه ځان ته ووهله، د همدې پيسو او وسلو په برکت د پاکستان پوځ پياوړى شو، دښتې يې ابادې شوې، ان تر دې پورې چې د ځينو خلکو په ګومان پاکستان اتومي وسله هم د همدې مرستو په برکت جوړه کړه.

په هر صورت، اصلي خبرې ته به راشو، دوه کاله مخکې د پېښور ښار پر يوه پوځي ښوونځي د وسله والو تر ډله ييز بريد وروسته چې مسووليت يې هم پاکستاني طالبانو اخيستى و، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني ځواکونو له خوا عمليات پيل شول. دغه راز څه موده مخکې په تورخم کې د دروازې جوړولو پر سر د افغانستان او پاکستان تر منځ وسله والو نښته رامنځته شوه چې په پايله کې يې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته او تر هغې وروسته پاکستان پر افغان کډوالو محدويتونه ډېر کړل.

له يادو پېښو وروسته هره ورځ بلا ناغه لسګونه او سلګونه افغانان نيول کېږي، وهل کېږي، وژل کېږي، ځورول کېږي او ټکول کېږي، د پېښور زندانانونه يې له افغانانو ډک کړي او زرګونه يې له ډيورند پولې را اړولې او د افغانستان حکومت ته يې سپارلي دي. د دې ډول پېښو په رامنځته کېدو سره هم مهاله د پاکستاني پوليسو غوا هم لنګېږي؛ دوى په يو او بل نوم په دغه هېواد کې مېشت قانوني افغانان نيسي، ځوروي یې او سپکاوى يې هم کوي او بيا د پيسو په بدل کې يې بېرته خوشي کوي.

د دې تر څنګ له تېرو څو لسيزو راهيسې پاکستان هم په پرله پسې توګه د افغان کډوالو په نوم سوداګري کوي او له نړيوالو پيسې راټولوي، په دې وروستيو کلونو کې يې چې د افغان کډوالو د راجستر يا نوم ليکنې کومه پروسه چې يې پيل کړې، له دې هم کله پر افغان حکومت او کله بيا پر نړيوالو بېځايه فشارونه اچوي.

پاکستان هر کال په دغه هېواد کې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده د يوه کال لپاره غځوي، خو په دې وروستيو کې يې یاده موده شپږو مياشتو ته راټيټه کړې، کله چې دا نېټه رانږدې شي، لومړى د مودې د نه غځولو ګواښونه کوي، څو افغان حکومت او نړيوال ورته زارۍ وکړي او دوى پرې خپل شرطونه ومني.

دغه ځل بيا پاکستان تر ډېرو کلانکاريو او ناندريو وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله او اټکل کېږي چې د ٢٠١٦ کال د ډسمبر تر ٣١مې وروسته پاکستان دا نېټه ونه غځوي.

د پاکستان تر اوسنۍ پرېکړې وروسته په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان د کونسلګرۍ او په اسلام باد کې د افغانستان د سفير او ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال له خوا افغان کډوال وهڅول شول چې نور د ذلت او سپکاوي ژوند ته د پاى ټکى کېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي؛ په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا د ((خپل وطن ګل وطن)) تر نامه او شعار لاندې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل کړې ده او ويل کېږي چې دغه شعار په پاکستان کې د افغان کډوالو ټولو پنډغالو او کمپونو ته لېږل شوى او افغانان لګيا دي، په خپله خوښه د ستنېدو لپاره لېستونه تياروي او خپل هېواد ته د ستنېدو کلک هوډ يې کړى دى.

د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې چې پخوا له پاکستان څخه په منځنۍ کچه د ورځې له لسو څخه تر پنځلسو پورې کډې راتلې، خو له کوچني اختره وروسته هره ورځ شاوخوا ١٥٠ کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د کډوالو د تشويق لپاره د  کس پر سر د ٤٠٠ ډالرو مرستې اعلان کړى دى، اوس چې د چا کورنۍ لس کسان وي، نو هغوى ته څلور زره ډالر ورکول کېږي.

بلخوا د ځينو راپورونو له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر هم خوندي نه دي، پاکستانۍ استخباراتي او امنيتي ادارو د دې ډول افغانانو لېستونه جوړ کړي او د هغوى د جايدادونو او پانګو پلټنې يې پيل کړې دي او امکان شته چې د دوى جايدادونه او پانګې په غير قانوني کولو سره يې کنګل کړي او دغه افغانان تش لاس هېواد ته راستانه کړي.

داسې اټکل کېږي چې له دې وروسته له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند او برخورد ورځ تر بلې خرابېږي، نو افغانان بايد د ذلت او رسوايۍ دغه ژوند ته د پاى ټکى کېږدي او خپل ګل هېواد افغانستان ته راستانه شي. يوه نمړۍ وچه دې وخوري، خو په عزت او درناوي دې وخوري.

په پاکستان کې مېشت ډېرى افغان کډوال هم اوس نور هلته تنګ شوي او نه غواړي چې په دغه هېواد کې پاتې شي، دغه راز په هېواد کې دننه مېشت هېوادوال هم له خپلو وروڼو هېوادوالو غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي او ورته سترګې په لار دي.

هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدو ته لېوالتيا له همدې هم معلومېږي چې څو ورځې مخکې ما په خپله شخصي فيسبوک پاڼه کې د کډوالو د راستنېدو دوه عکسونه له دغه بیت سره چې ((په مزه مزه کابل ته کډې ولاړې +++ پېښوره بيا به موږ پسې ته ژاړې)) پوسټ کړي وو چې په څو ورځو کې نږدې دوو زرو کسانو لايک کړل او تر پنځو زرو ډېرو کسانو شریک (شيير) کړي دي.

 

Views: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.