ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
29 Nov 2015 - 13:56
author avatar
29 Nov 2015 - 13:56

د حکومتونو ترمنځ که اړیکې هر څومره خرابې وي، خو بیا هم د ډیپلوماسۍ یا د دوه هیوادونو ترمنځ خبرو اترو او پیغامونو د لیږلو او تبادلې لپاره چینلونه په رسمي او غیر رسمي توګه پرانیستي ساتي. په دې وروستیو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکوچینلونو ترمنځ خبرې اترې له رکود سره مخامخ شوي نو؛ د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مشرانو یوه ډله چې د پښتونخواه ملي پارټۍ مشرمحمود خان اڅکزی، د قومي وطن پارټۍ مشرافتاب احمد خان شیرپاو، د عوامي نیشنل پارټۍ مشراسفندیار ولي، سناتور افراسیاب خټک، سناتور عثمان کاکړ، پخوانی ډیپلومات ایاز وزیر، د خيبر پښتونخوا پخوانی والي شوکت الله خان، اود خیبر پښتونخواه د نامتو پخواني مشر افضل خان لالا زوی سلیم خان شامل دي، افغانستان ته درې ورځنی سفر وکړ. که څه هم په ښکاره افغانستان ته د دې ډلې راتګ د افضل خان لالا په مړینه د افغانستان د خلکو او حکومت له خوا د غم شریکۍ په اړوند راتګ و خو ویل کیږي چې دوی د افغانستان حکومت ته د پاکتسان د حکومت له خوا پیغام هم راوړی او د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ  د ډیپلوماسي پیغامونه هم تبادله شول. د دی ډلې په ترکیب کې د پاکستان د سیاسی مشرانو ترڅنګ د پاکستان د حکومت پخواني لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

د دی هیئت مشرانو د جمهور ریيس محمد اشرف غني، د اجرایئه ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهور ریيس حامد کرزي، او یو شمیر نورو دولتي، قومي او سیاسي مشرانو سره وکتل او د افغانستان د حکومت له خوا د دوی ډیر ښه هرکلی او میمله پالنه وشوه. په دې درېیو ورځو کې دوی ته بې شمېره میلمستیاوې، غونډې او مشاعرې جوړې شوې.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د حکومت په پیغام کې درې ټکو ته اشاره شوې چې د پاکستان حکومت غواړي چې له افغانستان سره خبرې اترې او د صلح پروسه بیا له سره پیل او پوره همکاري وکړي، همداشان یې د افغانستان نه غوښتي چې په پاریس کې د فرانسې د جمهور ريیس په منځګړتیا د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره وګوري او هم افغانستان باید په راتلونکې میاشت کې په اسلام اباد کې د اسیا د زړه هیوادونو د بهرنيو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخلي. تېر ماښام د مشاعرۍ په ناسته کې محمود خان اڅکزي وویل دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اعتماد نشته نو د خبرو اترو لپاره بین المللي ضمانت ته اړتیا ده . ده یادونه وکړه چې امریکا، چین او د ملګرو ملتونو اداره کولى شي چې د دې خبرو اترو ضمانت وکړي.

د دپلوماسي له نظره دا ډول تماسونه او د پیغامونو تبادله ښه کار دی خو د افغانستان حکومت باید نه ډیر خوش بینه او نه ډیر بد بینه اوسي. د پالیسیو د تعین لپاره دا اړینه ده چې حکومتونه دوه درې اپشنونه ولري. زما په اند، د خبرو اترو حالت باید دوام وکړي او دا باید دویم اپشن وي خو لومړي اپشن د افغانستان حکومت لپاره دا دی چې څنګه حکومتداري ښه کړي، د ژمي د فرصت نه په ګټه خپل د پسرلي او اوړي جنګونو ته خپل امنیتي تدابیر ونیسي او یوازې د خبرو اترو په طمعه کینني.

که موږ د تېرې اوونۍ حادثاتو ته وګورو نو د حکومت مخالفین غواړي چې د ژمي په موسم کې په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې خپلو چیریکي حملو ته دوام ورکړي ترڅو د جنګ میدان په  ژمي کې هم تود وساتي. همداشان د حکومت مخالفین او د دوی حامیان دا هم غواړي چې د خبرو اترو له لارې دوی باید په ملي او بین المللي رسنیو کې مطرح او د افغانستان حکومت مصروفه وساتي. که د سولې خبرې اترې د صداقت په بنیاد هم وي، ډیر وخت ته اړتیا ده ترڅو دواړه خواوې توافق ته ورسیږي او بیا هغه پرېکړې او توافقات عملي جنبه ونیسي. نو په دې اساس د افغانستان حکومت ته دا اړینه او بنیادي ده چې څنګه د راتلونکي پسرلي او اوړي موسمونو ته د جنګ تدابیر په سمه توګه ونیسي ترڅو د حکومت مخالفین ونه کړای شي چې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې برلاسي شي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.