ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
27 Aug 2015 - 11:42
author avatar
27 Aug 2015 - 11:42

دا څو ورځې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تابعیت په تذکرې کې د ( افغان ) هویت د نه لیکلو پر سر اعتراضونه را پاریدلي. دا ستونزه له هغه وخته پیدا شوه، چې په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تر بحث لاندې و، خو له هغې ورځې چې جمهور رئیس غني یاد قانون لاسلیک کړی او د تذکرو د وېش لړۍ پیلېدونکې ده، مخالفتونو او اعتراضونو لا زور اخيستی.

خبره د ملي هویت ده. هویت له حقوقي پلوه د هغو ټولو ذاتي او مدني اوصافو مجموعه ده، چې د اشخاصو تر منځ د توپیر معیار جوړوي. یا د اشخاصو د توپیر معیار ته هویت ویل کیږي. هویت د شخص ذاتي ځانګړنه یا صفت دی.

همدا رنګه ملي هویت د ټولو هغو ذاتي صفاتو مجموعه ده، چې د ملتونو ترمنځ د توپیر معیار تشکیلوي. د یو ملت په توګه  زموږ هویت ( افغان ) دی. زموږ ملي هویت له تاریخي او حقوقي پلوه ثابت دی. ټوله نړۍ موږ د افغان په توګه پیژني. له نورو ملتونو سره زموږ د توپیر معیار افغانیت دی.

د ملي هویت په اړه سیاسي بحث تر حقوقي هغه ډير مهم دی، زه غواړم د موضوع په حقوقي اړخ خبره وکړم. د یو ملت ګډ تاریخي ارزښتونه او خپلمنځي تعاملات بې له شکه د هغو د هېواد  د حقوقي نظام  یوه برخه بلل کیږي. د افغانستان نوم او وجودي فلسفه همدا ده، چې دې جغرافیې ته ځکه افغانستان ویل کیږي، چې د افغان په نوم یو ملت په کې اوسیږي. زموږ ګډ  تاریخ، ارزښتونه او باورونه دي، چې پر بنسټ یې موږ افغانان بلل کیږو. افغان زموږ له ذات څخه نه بېلېدونکی هویت دی.

د همدې ګډ تاریخي باور له امله ده، چې له ۱۳۰۱ هجري لمریز کال څخه تر ننه پورې د افغانستان په ټولو ( ۸ ) اساسي قوانینو کې زموږ په افغان ملي هویت تاکید شوی او د ټولو اساسي قوانینو حکم همدا و او دی، چې افغان ملت له ټولو هغو افرادو جوړ دی، چې د افغانستان د دولت تابعیت ولري.

اوس پوښتنه داده، چې له حقوقي او قانوني پلوه د تابعیت په تذکره کې د ملي هویت ( افغان ) لیکل یا نه لیکل څه حکم لري؟

د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د لومړۍ مادې درېیم پاراګراف داسې و، چې « د افغانستان ملت ټول هغه افراد دي، چې د قانون له حکم سره سم د افغانستان تابعیت لري. د دې افرادو په هر یوه باندې د افغان د کلمې اطلاق کیږي » د افغانستان د اوسني اساسي قانون د څلورمې مادې څلورم پارګراف قاطع حکم کړی، چې « د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي»

په ټولو حقوقي او فقهي مصطلحاتو په کتابونو کې، اطلاق  د استعمالولو او کارولو په معنا ده. یعنې استعمالول او کارول د اطلاق د کلمې قطعي معناوې دي.

لکه څنګه چې اساسي قانون حکم کړی ، د افغانستان د ملت پر هر فرد د افغان کلمه اطلاق کیږي، یعنې د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمه استعمالیږي یا کارول کیږي. نو چې دا کلمه ( افغان ) د تابعیت په تذکره کې چې د هر افغان د اصلي هویت او حالت سند دی ونه لیکل شي، چېرې او څنګه به ورته استعمالیږي؟  تذکره د تابعیت د اثبات سند دی، د هر افغان د تابعیت تثبیت د تذکرې له مخې کیږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د حقوقي مصطلحاتو قاموس، تذکره هغه قانوني او رسمي سند ته وايي، چې د تبعه اصلي هویت او حالت په کې لیکل او توضیح کیږي. بناً د افغانستان دولت مکلف دی، چې په ټولو رسمي اسنادو کې د هر افغان لپاره د افغان کلمه استعمال کړي. او دا د اساسي قانون حکم دی. یو بل دلیل چې هیڅو ک ترې انکار نه شي کولای هغه داده، چې د اساسي قانون د څلورمې مادې ټوله محتوا د اتباعو او تابعیت په اړه ده. او دا چې په دې ماده کې د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمې په کارولو او استعمالولو تاکید شوی د تابعیت په تذکره کې د دې کلمې ( افغان ) لیکل یې لومړنی مصداق دی.البته دا خبره په پاسپورټ او نورو رسمي اسنادو کې هم لازمي ده.

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون، چې په کوم ډول د ملي شورا له خوا تصویب شوی، د اساسي قانون له څلورمې مادې سره په ښکاره مخالفت کې دی. د دغه ډول قانون تصویب د اساسي قانون نقض دی. ځکه چې اساسي قانون حکم کوي، چې هر افغان ته د افغان کلمه اطلاق کیږي یا استعمالیږي، خو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تابعیت په تذکره کې د افغان کلمې د لیکلو مخه نیولې.

د افغانستان د اساسي قانون درېیمه ماده حکم کوي، چې په افغانستان کې هیڅ قانون نه شي نافذیدای، چې له اساسي قانون سره په مخالفت کې وي.

دا د ولسمشر کرزي تر ټولو ستره تېروتنه وه، چې یاد قانون یې رد نه کړ. ولسمشر غني تر هغه ستره تېروتنه وکړه، او دا قانون یې لاسلیک کړ. اوس افغانان د نفوسو د احوالو د ثبت قانون نه مني ، بې هویته تذکره نه مني.

د حل لارې :

۱ـ د قانون دا برخه چې په تذکره کې دې د ملي هویت ذکر نه کیږي، له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده حکومت مکلف نه دی، چې تطبیق یې کړي. دا د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې کمېسیون دنده، چې حکومت متوجه کړي.

۲ـ ستره محکمه د اساسي قانون د ۱۲۱ مې مادې له مخې له اساسي قانون سره د عادي قوانینو د مطابق او ( د هغه قضايي قرار له مخې چې سترې محکمې صادر کړی ) تفسیر واک لري. جمهور رئیس غني باید دا قانون سترې محکمې ته د بیا څېړنو لپاره ولیږي. ستره محکمه به قرار صادر کړي، چې د قانون دا برخه له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده او په څنګ کې به د اساسي قانون د ۴ مې مادې تفسیر هم وړاندې کړي. په دې توګه به د قانون لانجمنه برخه بې اعتباره اعلان شي.

جمهور رئیس چې د اساسي قانون په اجراء باندې مراقبت  یې اساسي مکلفیت دی، خپله تېروتنه درک کړي. او د خلکو له غوښتنو سره سم دې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ملي شورا ته وړاندې کړي.

پایله :

هغه کسان، چې د افغان ملي هویت لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي باید ملاتړ یې وشي دا زموږ ټولو افغانانو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې په احتیاط او اتحاد سره مخکې لاړ شو. د مدني حرکتونو له لارې په حکومت باندې فشار راوستل زموږ ټولو مسوولیت دی. هغوی ، چې له دې موضوع سره برسیرن چلند کوي باید پوه شي، چې ملي هویت له ملیت (nationality ) یا تابعیت سره نه بېلېدونکی دی. دا د ملي بقا مسئله ده. ملي هویت د ملي دولت اساسي ستنه ده، له ملي هویت سره بې تفاوته چلند له هغو سره مرسته ده، چې د افغانستان په بې تاریخ کولو او بې افغان کولو سره د یوه قوي ملي دولت د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

هغه کسان، چې په تذکره کې د ملي هویت ( افغان ) لیکلو سره مخالفت کوي، دې پوښتنې ته هیڅ ځواب نه لري، چې تر همدې ننه پورې د هر افغان په تذکره کې افغان ملي هویت ( ملیت ) لیکل کېده څه دلیل و او يا په کوم اساس به له دې وروسته نه لیکل کیږي؟

د ملت کېدو یا ملت پاتې کېدو تر ټولو مهمه لازمه، په ګډو ارزښتونو باندې عمومي باور دی. هغوی، چې په تذکره کې د افغان هویت له لیکلو سره مخالفت کوي، په ملي هویت باندې یې باور له پوښتنې سره مخامخ دی.

کله چې ولسمشر د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ولیږي، د حل وروستۍ لاره به هغه وخت وړاندې شي، چې د ټولو لپاره د منلو وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

اجمل هوډمن حقوق پوه او ازاد ليکوال دى او په کابل کې اوسيږي. بريښناليک: [email protected]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.