ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دنګ او پلن سړى  له يوه ځوان زوى سره  د ترکارۍ او مېوې هټۍ و درېد، لومړى يې په لاس  د ژېړو ساعت کې وخت وکوت او بيا يې  هټۍ وال ته  وويل، ګوره زه به د ترکارۍ او مېوو نوم اخلم او ته به يې تلې.

هټۍ وال وويل، ښه  قوماندان صيب په سترګو.

دې سړي چې دوه غټ ټېلېفونونه په لاس کې نيولي و يوه ته يې زنګ راغى، تر سلام وروسته يې وويل :  ته بېغمه اوسه ته ترې خلاص يې، د هغه دې سر په کار دى که پښې، نور څه غواړې ماته يې پرېږده، زه پوهېږم چې څه ورسره وکړم، نور دې  په مخه ښه.  له دې خبرې سره يې ټېلېفون قطع کړ.

بيا يې زوى ته مخ واړاوه ، ګلاب! هرکله دې چې ترکاري  او يا مېوه  کور ته وړله  دې هټۍ ته راځه .

زوى په لوېدلي او بې جرئت  غږ  وويل سمه ده پلاره.

د زوى له بې جرئتۍ او غلې څېرې يې  ښکارېدل چې د پلار ډېرې  درندې  څاپېړې يې خوړلې دي .         

دا سړى د ترکارۍ او مېوو په خوښېدو او اخيستو ګرم بوخت و چې د خلکو  په ګڼه ګوڼه کې د يوه  ماشوم  چې پلاستکي خلتې يې پلورلې پر دې سړي سترګې ولګېدې.

دغه ماشوم چې د کميس  د غاړې يې دوه  تڼۍ نه وې،  لمر  يې د جامو اصلي رنګ اړولى و او د لستوڼو غاړې يې پوره شړېدلې وې، په ماتو ماتو خو په بېړنيو ګامونو يې  د ترکارۍ دوکان ته ځان ور ورساوه  او ددغه سودا اخيستونکي ترڅنګ و درېد.

هټۍ وال په وړو وړو خلتو کې د ترکارۍ  او مېوو شاوخوا  اته  غوټې د دغه دنګ سړي مخې ته کېښودې، هټۍ وال  له دې سړي سره په حساب کولو بوخت و، خو خلته خرڅوونکي ماشوم دې سودا اخيستونکي ته  دوه  درې ځله  د غټې خلتې اخيستو ورته وويل.

دې سړي ماشوم ته  هېڅ  ځواب ور نه کړ ، بيا ماشوم په  لوړ غږ  ورته وويل: کاکا دغه خلته په پنځه روپۍ ده ، وايې خله  ټوله سودا  به دې په دا يوه خلته کې ځاى شي .

له دې خبرې سره دغه دنګ سړي دا ماشوم ټېل واهه او پرځمکه يې وغورځاوه، بيا يې ورته وويل : ځه ورک شې  لا له خلتې سره  دوه ځلې دې د سودا په حساب کې غلط کړم .

ماشوم چې له خلتو سره د هټۍ په مخکې څلور  څانګې پرېوتى و او پلاستکي پښه يې له ورانه رابېله شوې وه، دوه درې ځله د راپورته کېدو هڅه وکړه، خو وس يې ونه رسېد.

د  ښار په دې ګڼه ګوڼه کې د سترګو په رپ کې درې ځوانان  پر  ماشوم راچاپير شول ، لومړى يې د هغه پلاستکي پښه بېرته په ورانه کې په خپلو تسمو وتړله او بيا يې د ماشوم خاورې وڅنډلې او خلتې يې ورته په لاس کې  ورکړې.

ماشوم چې له ځايه راپوته شو او له سترګو يې د بې وسۍ او مظلوميت اوښکې په پټه خوله په چاودېدلو اننګو کتار جوړ کړى و او ګرېوان ته يې څڅېدې څو ځلې ياد دنګ سړي او د هغه زوى ته وکتل او بيا يې ورته په ژړغوني غږ او مرۍ مرۍ شونډو  وويل :  زما خو يوه پښه نشته، خو د تاسو دواړو دې خداى دواړه پښې درڅخه واخلي چې زما له وجود او بدې ورځې خبر شئ!  نور به څه ووايم .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون  د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري  تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور  په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه  دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.