مازيګر مهال و، د سړک پرغاړه توت پلورونکي نور نو کرار کرار د خرخو شوو توتانو خالي سطلونه راټولول او يوازې يو څو سطله توت يې پاتې و چې ويې پلوري او بيا د کور پر لور لاړ شي، په دې وخت کې يو بې شومې پوليس چې ټوپک يې ښکته ترې زنګېده او بوټ يې پسې درانده درانده کېدل، مړ مړ د توت پلورونکي خواته راغى.
پوليس توت پلورونکي ته بې سلام او کلامه وويل چې زما توت دې څه کړل ؟
توت پلورونکي تنکي ځوان ځواب ورکړ چې دغه ده دا يو سطل توت واخله.
پوليس ورته وويل چې يو سطل مې نه بس کيږي، نن مېلمانه لرم دوه سطله راکړه، خو ګوره چې خراب توت رانه کړې چې بيا به ډېر زيان وکړې.
توت پلورونکي ورته وويل چې تا خو له ما سره د ورځې يو سطل توت کړي و، که دويم سطل توت وړې نو د دويم سطل پيسې به راکوې.
پوليس چې د پيسو نوم واورېد يوځل پيريانو ونيو، په دغه تنکي ځوان يې وچې سترګې را برګې کړې بيا يې په خوارنجکو نريو ژېړو برېتو ګوتې ووهلې او توت پلورونکي ته يې داسې خطاب وکړ: ته نو سبا بيا دلته رانه توت وپلوره! د سړک دا سمه غاړه مې هم تاته درکړې او بيا د مېلمه په قدر هم نه پوهېږې چې توت ورکړې، دا يو سطل خو مې بې له هغه حق دى درسره.
توت پلور ونکي په تېښتېدلي رنګ او وير سره ژر پوليس ته مخ ور واړاوه، واخله خير نن دې ستا مېلمه زما مېلمه وي دا يو سطل دې ستا خپل هر ورځنى حق او دا بل دې د مېلمه.
بيا پوليس پر دې تنکي ځوان غږ کړ، ګور سم توت په کې ولټوه چې مېلمه ته مې کم را نه ولې.
هلک ځواب ورکړ: راشه ته يې په خپله په دا څلورو سطلونو کې وګوره هر يو دې چې خوښ وي وايې خله، هسې هم د تاسو تر څنګ په دې توتانو کې يو سطل د ترافيک دى او دا بل د دې ساحې د ښارولۍ د استازي.
پوليس ژر ژر د توتانو سطلونه له نظره تېر کړل او دوه دانۍ سطلونه لکه د خپل باغ له توتانو يې چې ډک کړي وي يوې خواته کړل، لومړى يې په غاړه کې ټوپک سم کړ او بيا يې د توتانو سطلونه ور سره واخيستل او روان شو، دوه ګامه به نه و تللى بېرته را وګرځېد او توت پلورنکي ته يې په نسبتا نرمه ژبه وويل: څه خبره نشته هره ورځ دې توت په همدې ځاى کې پلوره، خو کله کله مې د مېلمنو خيال ساته او بله دا چې که ترافيک او يا د ښارولۍ استازي په دې ځاى کې نه پرېښودې، نو بيا ماته ووايه چې زه يې غوږونه پرې تاو کړم.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن