ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمعیت اسلامي بالاخره د دوى په اند یوه موقع پیدا کړه څو د ولسمشر غني‌ د ملي‌ امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر ضد خوله خلاصه کړي او یو څه کسان را ټول کړي. له تېرې څه مودې راهيسې د جمعیت له ادرسه مختلفو کړیو او د جمعیت د رهبري شورا غړو د ولسمشر د ملي‌ امنیت له سلاکار څخه ولسمشر او نړیوالو ته سر ټکولی.

 له هغو سفارتونو سره چې د جمعیت مشران نږدې اړیکې لري په څو څو ځله ورسره اړیکې نیول شوي‌ او هڅه شوې‌ له هغه ادرسه د اتمر د صلاحیتونو د کمولو، د اتمر او ولسمشر غنی تر منځ د درزونو د ایجادولو او په امنیتي‌ سکتور کې له هر ډول ګومارنو،‌ تبدیلیو، او لګښتونو څخه د ولسمشر او اتمر مستقیمې څارنې کمې کړي، څو د دوى خپلسري کارونو ته مخه پیدا شي.

اصلي خبره داده چې د ولسمشر غني له راتګ سره سم د جمعیت نفوذ او اختیارات په امنیتي سکتور کې په هغه کچه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې و، کم شوي، بلکې په مهمو امنیتي تصمیمونو او مقرریو کې د جمعیت نفوذ تقریباً له هېڅ سره برابر دی، ددې کار څو دلیلونه دي.

 لومړی خو دا چې له امنیتي وزارتونو څخه د دوى‌ لوړ پوړي چارواکي لکه وزیران او معینان د پخوا په پرتله کم شوي او تر هغه هم مهم دلیل دا چې د ملي امنیت شورا چې مشري یې خپله ولسمشر کوي د پرېکړې په اساس په امنیتي وزارتونو کې هر ډول تغیرات، نوې مقررۍ او سترې پرېکړې لومړی د ملي امنیت شورا دفتر ته وړاندیز کیږي او د ملي امنیت شورا دفتر چې په رأس کې یې اتمر دی له لوري منظوریږي او بیا د ولسمشر میز ته د وروستي‌ لاسلیک لپاره وړاندې کیږي. فکر کوم دا پرېکړه د ملي امنیت شورا د ټولو غړو ګډه فیصله وه چې تصویب شوې هم ده.

یعنې‌ د امنیتي وزارتونو وزیر هره مقرري او یا د بودیجې وړاندیز باید د ملي امنیت شورا دفتر یعنې اتمرله فلتر څخه تېر شي او بیا د ولسمشر مېز ته وړاندې شي. دغه کار د جمعیت د جنرالانو،‌معینانو او حتا وزیرانو صلاحیتونه کم کړي او د ځينو اجرائیوي سستیو لامل ګرځېدلی، خو د یوه ستر شفافیت د رامنځته کېدو سبب هم شوى.

بله مهمه خبره چې شخصاً صلاح الدین رباني یې په غوسه کړی او تر یوې کچې په خپل ځای شاید په حقه هم وي په بهرنیو چارو وزارت کې خپله د صلاح الدین رباني د صلاحیتونو‌ او رول په هکله ده. خبره داده چې د افغانستان بهرنی سیاست د حامد کرزي حکومت په وروستیو کې له اروپا، او امریکا سره او په سیمه کې له اکثره هېوادونو سره یوه نامعلوم لوري ته روان و.

 له امریکا سره د حامد کرزي اړیکې بلکل خرابې او د بې باورۍ فضا حاکمه وه او د دې کار دلیل هم دا و چې د حامد کرزي په وخت کې هم د ملي امنیت سلاکار او هم د بهرنیو چارو وزارت  تقربیاً دوه فلج ارګانونه وو. ولسمشر غني‌ له ولسمشر کېدو سره سم تر ټولو لومړی کار د بهرنیو اړیکو د رغولو چاره پیل کړه.‌ په دې لړ کې یې لومړی له امریکا او اروپا سره د خرابو شویو اړیکو د پاللو چاره مستقیماً په خپله په لاس کې واخیسته.

دغه راز د سیمې هېوادونو لپاره تر ټولو مناسب، وړ او باوري کس محمد حنیف اتمر و. په دې کار سره اتمر د سیمې او ګاونډیو هېوادنو سره تر بل هر چا ډیر دخیل شو. اتمر حتا د یو څه وخت لپاره په میاشت کې یو ځل د سیمې هېوادونو سفیرانو په کچه د معلوماتو د شریکولو او همغږۍ د ایجاد غونډه رهبري کوله او د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه یې د سیمې هېوادونو سفیرانو، سیاسي او امنیتي نماینده ګانو ته معلومات ورکول.

 اتمر هره اوونۍ له دوه تر درېیو سفیرانو سره ملاقات کوي. اتمر په تېرو دوو کلونو کې د سیمې په کچه دوه يا درې ستر سیمه يیز سفرونه کوي، چې په هغه کې هند، پاکستان، روسیه، ایران،‌ د سوېلي او منځنۍ اسیا، او خلیج هېوادونه راځي.

 د ولسمشر او اتمر لخوا د دا ډول مستقیمو مداخلو سبب واضح دی او هغه دا دی چې له بهرنیو سره پوهېدل ژبه، تفاهم، وړتیا، روابط، او مهارتونه غواړي چې د ډيرو کسانو په اند، نه په پخواني مقبل او سپنتا کې لېدل کیده او نه هم په اوسني صلاح الدین کې.

دلته صلاح الدین رباني خپل ځان منزوي شوی بولي او په خپل رول، صلاحیتونو او مسوولیتونو شکمن دی، ځکه هغه کارونه چې باید د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې صلاح الدین رباني وکړي اتمر یې کوي، ځکه نو په ځانګړي ډول صلاح الدین د اتمر د لرې کېدو غوښتنه کوي.

دا خو په بهرني سیاست کې د اتمر او ولسمشر مستقیمه مداخله ده چې په خپل لاس کې یې اخیستې او د جمعیت له منګولو یې خلاص کړی او یو زیات شمېر د مهمو هېوادونو سفیران هم د ولسمشر غنی اعتباري کسان دي لکه شکریه بارکزۍ، حمدالله محیب، ډاکټر قیوم کوچی، جاوېد لودین، جانان موسی زی او شیدا محمد ابدالي په مهمو هېوادونو کې د ولسمشر استازي دي.

درېیمه خبره دا چې د اتمر وروستۍ مهمه لاسته راوړنه چې جمعیت اسلامي یې په واقعیت کې سرګردانه کړی له حزب اسلامي سره د سولې د پروسې پیل او د سولې د تړون لاسليک کول و. اتمر له ولسمشر سره په همغږۍ کې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د دندې له پیل سره هڅې پیل کړې دي چې له حکمتیار او د هغه تنظیم حزب اسلامي د سولې د افغاني پروسې له لارې له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کېنوي او حکمتیار هم له پیله د ولسمشر او اتمر دې هڅو ته لبیک وویل.

خو حقیقت دادی چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخنیوی په څو څو ځله په مختلفو پړاونو کې وشو. هغه وخت چې امریکا او نړیوالې ټولنې د افغان حکومت دې حرکت ته چې دوى غواړي حزب اسلامي او ددې ډلې امیر انجینر ګلبدین حکمتیار د سولې د پروسې له لارې خپل هېواد ته راولي، نو د مذاکراتو، تړون د نهایي کېدو او حتا لاسلیک تر نېټې له مختلفو لارو ستونزې ورته جوړېدې، لکه د حزب د سیاسي بندیانو د خلاصون، د حکمتیار راتګ، ددې ډلې د مصارفو او حکمتیار د اوسېدو په اړه د جمعیت مشرانو چې هم حکومت نیم په نیمه خوري او هم اپوزیسیون دي ملاحظات لرل.

د دې کارونو دلیل دادی چې حزب د حضور، نفوذ، محبوبیت او سیاسې سابقې له پلوه تر نورو تنظیمونو قوي او ټول شموله دی او د حکمتیار په راتګ سره یو ډول سیاسي او قومې موازنه چې تر اوسه یې جدي تشه محسوسېده رامنځته کېدای شي او دا کار له سیاسي پلوه د جمعیت اسلامي سیاسي راتلونکى کمزورى کوي چې په ټوله کې د پښتون ټاکنیز ټکټ لپاره د حکمتیار راتګ خورا زیات اهمیت لري. هغه د جنرال دوستم خبره، حکمتیار که پاچا نه شي خو پاچا ساز به هرومرو وي او بیا کله چې د حکومت او خلکو لخوا د حکمتیار دا ډول هرکلی وشو، نو بیخي سخته ورته تمامه شوه.

یوه بله اندېښنه چې جمعیت یې د تنظیم په توګه له عطا نیولې بیا تر صلاح الدین رباني او عبدالله پورې ټول لري داده چې بهرنیان په اوس وخت کې تر بل هرچا زیات پر اتمر باور کوي او د اتمر وړاندیز، خبره او نظر ورته مقدم او د اهمیت وړ دی. دا خبره دوى ته ځکه د اندېښنې وړ ده چې دوى فکر کوي په راتلو ټاکنو کې به اتمر د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وي او د بهرنیانو له پراخ ملاتړ څخه به برخمن شي.

داسې‌ خبرونه هم و چې ګواکې‌ یو ځل عطا اتمر ته ویلي‌ و چې ‌که تاسو د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو نوماند یاست زه حاضر یم چې ستاسو معاونیت وکړم، خو د اتمر ځواب ورته دا و چې زه نوماند نه یم او نه مې هم په دې اړه تر اوسه فکر یا پرېکړه کړي.

 دا چې اتمر د پښتنو ځوانانو او لوستې طبقې په منځ کې یو باوري سیاستوال بلل کيږي، ځانګړى محبوبیت لري او هم د بهرنیانو لپاره د باور وړ کس ياديږي، نو معنا دا چې دوى د حنیف اتمر له سیاسي راتلونکي‌‌ څخه په شدت سره په وېره کې دي.

وروستۍ خبره دا چې د جمعیت تنظیم اوس مهال له یوه سخت پړاو څخه تېریږي، ځکه د جمعیت کاندید د نړیوالو فشارونو له امله او د هغو ژمنو له کبله چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وخت کې یې کړې وې نه شي کولی چې د جمعیت تنظیم ټولو سیاسي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

جمعیت تنظیم له ډاکټر عبدالله سره د همدې پر سر چې ولې‌ د جمعیت سیاسي‌ غوښتنې نه شي پوره کولای او شوی سیاسي توافق نه شي پلی کولای ستونزې لري. عطا د جمعیت د رهبرۍ شورا اجرائیه ريیس څو ځله عبدالله په توندو ټکو کې مخاطب کړ او فشارونه یې پرې راوستل،څو په حکومت کې د دوی ونډه زیاته کړي، بلکې سیاسي موافقت نامه عملي کړي چې له مخې یې حتا د اجرائیوي صدر اعظم راتګ او د اساسي قانن تعدیل هم د جمعیت اساسي شرطونه دي.

داسې هڅ کيږي، عطا چې له پیله یې له ولسمشرغني سره اړیکې خرابې وې په حکومت د لا زیاتو فشارونو لپاره له روس سره اړیکې ټینګې کړې او په افغانستان کې یې د امریکا خلاف په شمال کې د روسانو د ګټو د تضمین ټټر وواهه. په دې سره امریکا سفارت ورته کلک اخطار ورکړ او له اوسني افغان حکومت، ولسشمر غني او امریکا سره د ايتلاف کولو وړاندیز یې ورته وکړ.

عطا د امریکا وړاندیز ومانه او په دې ترتیب د افغانستان د سیاسي راتلونکې برخه شو او خپله سیاسي راتلونکې یې تضمین کړه. د عطا، امریکا او ولسمشر غني تر منځ ددې خبرو وساطت‌ هم د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وکړ. له ولسمشر غني سره د عطا وروستی نږدې والی د ټول جمعیت او په خاص ډول ډاکټر عبدالله نارامه کړی دی، ځکه نو جمعیت انګیري‌ چې د عبدالله او عطا د اړیکو خرابېدو دلیل هم اتمر دی، چې دا خبره سمه نه ده .

دغه ټولې‌ خبرې د دې سبب کیږي چې جمعیت او ټلواله سیاسي‌ چاودنه وکړي‌ خو ددغې چارې لپاره یې مناسبه موقع کتله.

د تېرې اوونۍ له تروریستي بريد نه وروسته د حکومت ضد ښه ذهنیت جوړ و او دوى‌‌ په اسانه وکولی شول چې یو شمېر احساساتي ځوانان را ټول او د حکومت ضد مظاهرو ته یې‌ و هڅوي‌. همداسي‌ وشول، خو په مظاهرو کې د شخصي‌ دښمنیو له امله د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد عالم ایزید یار زوی د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو چې دوى یې پړه پر ملي امنیتي ځواکونو واچوله چې دا خبره تر اوسه کره نه ده.

 د سالم ایزید یار د جنازې په مراسمو کې درې ځانمرګي بريدونه هم یوه بله ښه پلمه شوه چې د خلکو او حکومت تر منځ د فاصلې‌ لپاره وکارول شي او هغوى پر حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. بل خوا د سه شنبې په ورځ د جون میاشتې په شپږمه د کابل پروسې کنفرانس په کابل کې جوړ شو چې په کې شاوخوا دیرشو هېوادونو د چین، امریکا، روسیې، هند په ګډون لوړ پوړو چارواکو‌ ګډون وکړ او د افغانستان په امنیتی ستونزو، د تروریستانو په ځالو او پر وړاندې یې ګډه مبارزه او له منځه وړلو لارو چارو، د سولې افغاني پروسې په اړه هر اړخیز بحث وشو. نو د دوى لخوا تنظيم شويو لاریونونو په غیر مستقیم ډول له مغرضو ګاونډیو سره هم مرسته وکړه څو افغانستان د سولې اجنډا تطبیق نکړي او هم نړیوالو ته افغان حکومت کمزوری وښیي او دا چې لا تر اوسه یې داخلي ستونزې نه دي حل کړي.‌

د جمعيت لومړنۍ غوښتنې د ولسمشر او اجرائیه ريیس استعفاوې وې، خو تېره دوشنبه د صلاح الدین رباني په خبرو کې نوې او د هغه لومړۍ غوښتنه او خبره د امنیتي ارګانونو د مشرانو په سر کې د ملي‌امنیت د سلاکار استعفاوه، ځکه په اتمر د نیوکې لپاره تر دې بله ښه موقع دوى‌ ته په لاس نه ورتله او بیا د صلاح الدین رباني‌ لپاره خو اتمر تر بل هر چا سرسخت مخالف دی، ځکه د دوى په ګوما د بهرنیو چارو د وزیر دندې هم د اتمر لخوا پر مخ وړل کیږي.

اتمر د ولسمشر لپاره هم ډیر مهم او باوري کس دی او د بهرنیو هېوادنو چې له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او نورو برخو کې میلیونونه ډالره مرسته کوي او په واقعيت سره غواړي د افغانستان په حالاتو او تغیراتو کې دخیل و اوسي هم یو مهم متحد او د باور وړ کس دی، ځکه نو د جمعیت دا غوښتنه هم د ارګ لخوا په څو ساعتونو کې رد شوه او اتمر د ولسمشر لپاره یو باوري‌ او په دنده کې یو صادق او مدبر مامور بلل شوی و چې باید خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دا د جمعیت اسلامي لخوا په حکومت د نیوکو وروستی ستر ګوزار دی چې معلومیږي دا هم له ناکامۍ سره مخ شو.ددې ترڅنګ د جمعیت اسلامي د انسجام سراسري شورا د یوه کنفرانس له لارې د صلاح الدین رباني خبرې د هغه شخصي نظر وباله او ددغې شورا لخوا یې رد کړې.

اوس داسې معلوميږي چې جمعیت هم له فردي او فامیلي انحصار څخه د خلاصېدو په درشل کې دی، جمعیت اسلامي به یا ملي کیږي او یا به هم ویلې او اوبه کیږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.