ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 Jun 2017 - 14:09
author avatar
6 Jun 2017 - 14:09

سعودي عربستان په اسلامي امت او اسلامي نړۍ کې ځانګړى ځاى او مقام لري، ځکه چې په دې هېواد کې د نورو پيغمبرانو، اصحابه وو او سلف الصالحينو ترڅنګ د اسلام ستر او وروستى پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم زېږېدلى دى، د خداى کور (کعبه) او حرمين الشرفين هم په دې هېواد کې دى.

هر کال د حج په مراسمو کې او د ټول کال په اوږدو کې له ټولې نړۍ څخه مسلمانان د حج فريضې او د عمرې د سنت ادا کولو په موخه دغه هېواد ته سفر کوي.

د حج په سترو مراسمو کې د ميليونونو مسلمانانو کنټرول، هغوى ته لازمې اسانتياوې برابروي چې دا اسانه او د هر چا د وس کار نه دى، د سعودي عربستان حکومت هر کال نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي څو له ټولې نړۍ څخه راغلو مسلمانانو ته د حج او عمرې په مراسمو کې بشپړې اسانتياوې برابرې کړي.

د دې ترڅنګ د سعودي عربستان حکومت يواځينى اسلامي هېواد دى چې د نړۍ په هر ګوټ کې له اسلامي هېوادونو او مسلمانانو سره يې هر ډول سياسي، مادي او معنوي مرستې کړې دي او دغې لړۍ ته يې اوس هم دوام ورکړى دى.

په دې وروستيو کې ځينو غربي هېوادونو او د روافضو ځينو کړيو پر سعودي عربستان دا نيوکې کولې چې ګوندې له سخت دريځو ملاتړ کوي، خو تېره مياشت په سعودي عربستان کې د اسلامي او عرب هېوادونو او امريکا ګډې غونډې دا ثابته کړه چې سعودي د اعتدال او منځ لارۍ دريځ خپل کړى او دې غونډې سره يې ترهګرو او ورانکارو ته څرګند پيغام ورکړ.

د رياض کنفرانس جوړېدل او د سعودي عربستان ښکاره او څرګند دريځ خپلولو سره د مسلمانانو د اعتدال اصلي څېره نړيوالو ته وښودل شوه.

د رياض په کنفرانس کې د افغانستان په ګډون د لسګونو اسلامي هېوادونو ګډون سره دا ثابته شوه چې دوى ټول د سعودي عربستان له دريځ څخه کلک ملاتړ کوي او د ترهګرۍ پر ضد ورسره په دې مبارزه کې اوږه په اوږه ولاړ دي.

سعودي د حرمينو خاوره ده، د خداى کور په کې دى او د اسلام د ستر پيغمبر سيمه ده، مسلمانان به هېڅکله ترهګرو او ورانکارو ته دا اجازه ورنه کړي چې دې خاورې ته په بده سترګه وګوري او که چا ورته وکتل، نو سترګې به يې اوباسي.

د رياض په کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني له ګډون سره دا ثابته شوه چې د ترهګرو پر ضد مبارزه او اعتدال خپلول د افغانستان او سعودي عربستان ګډ دريځ دى او دواړه هېوادونه په دې برخه کې ګډه مبارزه کوي.

په دې وروستيو کې ليدل شوي چې د سيمې ځينو هېوادونو په مستقيم او غير مستقيم ډول، پټه او ښکاره له ترهګرو او ورانکارو ډلو ملاتړ  کوي او دې لړۍ ته يې ادامه ورکړې ده.

په دې هېوادونو کې ايران تر ټولو مخکښ دى چې نه يواځې په افغانستان، بلکې په يمن، عراق او سوريه کې هم نېغ په نېغه لاسوهنې کوي او مسلمانانو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

د رياض په کنفرانس کې مسلمانو عربي هېوادونو او د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ايران ته څرګند پيغام ورکړ چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنو څخه دې لاس واخلي .

په دې وروستيو کې قطر هم د ايران پېښې پيل کړې وې او په سيمه کې يې له بېلا بېلو ترهګر ملاتړ کوونکو هېوادونو او ډلو سره يې په پټه او ښکاره اړيکې درلودې او مرستې يې هم ورسره کولې، چې اوس د سعودي عربستان په ګډون يو شمېر هېوادونو ورسره اړيکې پرې کړې ، دا ډېر پر ځاى اقدام دى، له دې سره به دغه هېواد تر فشار لاندې راشي او له هغو هېوادونو سره چې له ترهګرو ملاتړ کوي، په خپلو اړيکو او همکاريو له سره غور وکړي.

سعودي په خليج او منځني ختيځ کې يواځينى هېواد دى، چې تل يې د نورو مسلمانو هېوادونو او ولسونو ستونزې هوارې کړې دي، کله چې هم د اسلامي هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته شوى، نو د سعودي عربستان حکومت او مشرتابه يې تر ټولو مخکې را وړاندې شوى او دا ستونزې يې هوارې کړې دي.

لکه څرنګه چې د صدام حسين لخوا پر کويټ د بريد پر مهال ټولو اسلامي هېوادونو او مسلمانانو له سعودي څخه کلک ملاتړ وکړ او دفاع ته يې راودانګل، که خداى ناخواسته بيا داسې کومه ستونزه پيدا شوه؛ نو د نړۍ ټول مسلمانان به د حرمينو شريفينو له پاکې خاورې او د مسلمانانو له قبلې څخه ددفاع په موخه له هېڅ ډول قربانۍ څخه دريغ ونه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جاوېد هميم کاکړ د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى، په شرعياتو کې يې لوړې زدې کړې، خو له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې د ژورنالېزم مسلک پر مخ بيايي، د پژواک اژانس د ولايتي خبريالانو مسوول ايډېټر دى، ددې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ مجلې (افغان کرکټ) مسوول مدير هم دى. تر دې مخکې يې ګڼ شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.