ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوله او امن چې یوه الهي ډالۍ او د بشر تر ټولو لومړنۍ او اساسي اړتیا ګڼل کېږي او افغان ولس هم له تېرو دېرشو کلونو راهیسې د دغه ستر نعمت لېوال او تږي دی او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، نن د دغه وخت را رسېدلی څو ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او د تل پاتې سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

الله تعالی په خپل کلام پاک قران مجید کې فرمایلي: ((والصلح خیر)) سوله بهتره ده ((فاصلحو بین اخویکم)) تاسو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ او په ډېرو نورو ځایونو کې یې هم دې موضوع ته اشاره کړې ده. په پورتني ایت کې چې فرمایلي دي د وروڼو تر منځ سوله وکړئ نو ویلای شو چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي نو سوله د مسلمانانو تر منځ فرض ګڼل کېږي، د همدې سترې موخې د ترلاسه کولو په پار افغان دولت د امنیت ټینګېدو ترڅنګ په هېواد کې سیمه يیزې او بین الحکومتي پروژې تر لاس لاندې نیولې څو هغه هېوادونه چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد په نا امنۍ کې لاس لري، له افغانستان سره اقتصادي تړاو ومومي او د خپلو ګټو په خاطر په هېواد کې د روانو جګړو لمن راټوله کړي او په هېواد کې تل پاتې او دایمي سولې ته لار هواره شي.

په همدې موخه یې له مرکزي اسیا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته د برېښنا او ګاز د لېږد د پروژو پلي کېدو ته مټې رانغاړلې دي چې د دې پروژو له ډلې څخه یوه هم له قرغزستان هېواد څخه پاکستان او افغانستان ته د سترې پروژې پلي کول دي.

د دې پروژې نوم هم کاسا ۱۰۰۰ نومول شوی چې پاکستان ته له دې لارې ۱۰۰۰ میګاواټه او افغانستان ته ۳۰۰ میکاواټه برېښنا ورځي (Central Asia to South Asia transmission line project) .

د پروژې اټکلیز لګښت ۱،۲ میلیارده ډالره ښودل شوی، رغنیزې چارې یې ښایې د روان میلادي کال په پای او د راتلونکي میلادي کال په پیل کې پیل شي. ټاکل شوې ده چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې ټولې چارې د ۲۰۲۰ میلادي کال په پای کې پای ته ورسیږي او رسمآ به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې څلور هېوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان یو له بل سره د اقتصادي ګټو په لحاظ تړل کېږي، چې دغه کار د دې لامل کېدای شي په سیمه کې د امن راوستو لامل شي.

کاسا۱۰۰۰ پروژه د دې تر څنګ چې د ملتونو د تړاو لامل به شي، دا پروژه به د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې مستقیم او ۵۰۰۰۰ په شاوخواکې غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي، نوښکاره خبره په هغه سیمه کې چې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او پانګونه وشي او د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي، لرې نه ده چې ډېر شمېر په جګړه کې ښکېل ځوانان به له جګړې څخه لاس پر سر شي او د سولې راتلو ضامن به شي.

دا چې دا ډول سترې ملي پروژې کولای شي د سولې په راوستو کې خورا رول ولري، نو ځکه افغان دولت هم بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د سولې راوستل یې په داسې ټولګټو پروژو پورې تړلی دی او که چېرې دا ډول سترې ملي پروژې پلې کېږي، ښکاره خبره ده چې په سیمه کې د امنیت په ټینګېدو او د سولې په راوستو کې به اساسي رول ولري. خلکو ته په کار ده چې د داسې ټولګټو پروژو پوره ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې د ځینو مغرضو کړیو او پردیو په لمسون راپورته شوو جنګي ډلو په خوله د داسې پروژو مخه ونیسي.

(CASA_1000 , TAP TAPI) پروژې به نه یوازې سیمه په اقتصادي او سوداګریز لحاظ سره ونښلوي، بلکې په سیمه کې به فکري همغږي هم په پراخه کچه رامنځته کړي.

 

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.