ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
3 Jun 2017 - 10:29
author avatar
3 Jun 2017 - 10:29

په افغانستان کې د ډېرى دولتي ارګانونو اداري چارې لا هم په سنتي يا کلاسيک سيسټم روانې دي، دلته د اداري پړاوونو او رسمي چارو برېښنايي کېدل تر ډېره په څو محدودو او لوړ پوړو دفترونو پورې محدود دى، نور هر څه په کاغذي ډول د صادرې – واردې او پستي  مکتوبونو کې په کلاسيک او وخت نيوونکي سيستم تر سره کېږي.

له دې برخې نه يوه هم د شهادتنامو ستونزه ده چې ګڼ شمېر هېوادوال ترې شکايت کوي او وايي چې د خپل سند د تر لاسه کولو لپاره هم ډېر وخت ضايع کوي او هم يې په ښوونيزو ادارو کې ترې د اداري فساد په سبب د شريني په نوم بډې اخيستل کېږي، په اسنادو کې ستونزې رامنځته کېږي او کله کله د شهادت نامې له اخيستلو بېرته صرف نظر کوي.

شهادتنامه څه ډول سند دى؟

په افغانستان کې د دوولسم ټولګي فارغينو ته د اطلاع نامو ترڅنګ د فراغت يو بل سند ورکول کېږي چې پر بنسټ يې دى د دوولسم ټولګي فارغ ګڼل کېږي او په لرلو سره يې دولتي او نادولتي پوهنتونونو ته د منځنيو او لوړو زده کړو (ليسانس) چانس پيدا کوي او د نه لرلو په صورت کې د لوړو زده کړو مستحق نه ګڼل کېږي.

د دوولسم ټولګي په فراغت ليک(شهادتنامه) کې د زده کوونکي د لېسې دورې(لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي) نومرې ثبت شوي وي، دا سند په يوه ساده کاغذ کې په پښتو، دري او انګليسي ژبه چاپ شوى، د پوهنې وزارت د ثانوي تدريساتو رياست پورې اړه لري. په لمن کې يې د ليسې د مدير، د ثانوي تدريساتو د مشر او د پوهنې د وزير لاسليکونه لري.

 د سند تر لاسه کولو مراجع؟

 د لېسې اداره اړ ده چې خپل  ددوولسم ټولګي فارغ ته شهادتنامه چمتو او ورکړي، خو له بده مرغه چې د لېسو په ادارو کې دا کار نه کېږي، حتى د ولايتونو د پوهنې رياستونو کې هم دغه چاره نه تر سره کېږي، ځکه چې ښايي شاوخوا يو کال وخت ونيسي، په دې توګه  فارغ بايد د پوهنې وزارت د ثانوي تدريساتو رياست کې غوښتنليک ورکړي، هلته يوه پارچه ورکول کېږي، څو ورځې وروسته بيا هلته مراجعه کوي او خپله شهادتنامه خپله تر وزارت پورې ورسوي چې هلته يې ځينې پړاوونه بشپړ کړي.

د شهادتنامې د ترلاسه کولو پروسيجر کې عريضه، د فورم ترلاسه کول، د شهادتنامې د بيې تحويلي تعرفه (دوه سوه افغانۍ) د يادو اسنادو ثبت، د نتايجو برخې ته د تدقيق لپاره د اسنادو لېږد او له هغه وروسته د شهادتنامو د پايلو او د ليکلو برخه شاملېږي.

اسناد له دغو پړاوونو له تېرېدو وروسته د شهادتنامو په رياست کې بايد لاسليک او مهر شي او له هغه وروسته شهادتنامه د وزير له لوري لاسليک کېږي چې دا ټول پړاو نږدې يوه مياشت وخت نيسي او ترلاسه کوونکى يې له ناهيلۍ او ستړيا سره مخ وي.

پېچلي اداري پړاوونه، فساد او ستونزې

  محمد ادريس د سيالۍ له لارې په ماليزيا کې د لېسانس تحصيلي بورس تر لاسه کړ، خو يو شرط دا و چې د خپلې لېسې دورې د نومرو جدول(شهادتنامه) دې تر لسو ورځو پورې وروسپاري. لسمه ورځ پوره کېدونکې وه، خو ده ته بيا هم يوه اوونۍ وخت ورکړل شو چې خپل سند تر لاسه کړي، ځکه خو له ډېرې ناهيلۍ او غوسې اړ شو چې خپلې پاڼې څېرې کړي او بېرته خپل کور ته ستون شي.

  په داسې حال کې چې که منظم او د فساد يا بډو له تمې پرته کار وشي، تر يوې اوونۍ پورې هر څه خلاصېږي، ځکه چې د ټولو ولايتونو د لرې پرتو سيمو د ښوونځيو د نومرو يوه کاپي ولايت او مرکز ته را رسېږي، د شهادتنامو مامورين د يوه زده کوونکي سوانح چک کولى او ترتيبولى شي.

 د شهادت نامو د تر لاسه کولو تر ټولو ستره ستونزه د وخت ده ځکه چې يو مراجعه کوونکى بايد تر شلو ورځو يا يوې مياشتې پورې انتظار وکړي چې سند تر لاسه کړي، کله کله د بهرنيو هېوادونو د بورسونو مسئله کې د دوولسم ټولګي شهادت نامې ته اړتيا وي، خو ډېر کم وخت لري، له همدې امله ګڼو ځوانانو دغه فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړي او شهادتنامې يې په وخت سره اړوندې ادارې ته نه دي سپارلې.

ځينې بهرني هېوادونه د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو کې هم له مراجعه کوونکو غواړي چې بايد د دوولسم تولګي شهادتنامه ولري، دوى په لېسانس، ماسټرۍ او د ورته کچې په کوم بل ليسانس تکيه نه کوي، بلکې شهادتنامه ورته مهمه وي.

د شهادتناموغوښتونکي ددغه وخت نيوونکې پروسې په سبب په بهرنيوهېوادونو کې له ډېرو مهمو تحصيلي فرصتونو محروم شوي، په بيا بيا وعدې ورکړل شوې، خو کله چې حاضر شوي، بيا يې هم کار نه دى شوى او کار يې بلې اوونۍ ته ځنډول شوى دى.

په ټوله کې، واسطه، اضافي پيسې اخيستل، کمېشن کاري، املايي تېروتنې، اوږد پروسيجر، د ښوونځيو د مديرانو او مسوولينو ناغېړي او په وخت سره اقدام نه کول ددې سبب شوي چې د زده کوونکو لپاره دغه ستونزې لا پېچلي شي.

  د شهادتنامو د تر لاسه کولو پروسه کې دا ډول ستونزې که له يوې خوا مراجعين له ګنو ستونزو سره مخ کړي او شکايت کوي، خو همدې ستونزو اړوندو مسوولينو په ځانګړي ډول ټيټ پوړو مامورينو ته د بډو او مالي فساد زمينه مساعده کړې ده او د پروسې پېچلتيا په يوه ډول د هغوى په ګټه تمامه شوې ده.

دوى هم مخامخ له مراجعينو په بېلابېلو بهانو پيسې اخلي او هم له هغو کمېشن کارانو سره شريک دي چې د شهادتنامو د پروسې د طى کولو په بدل کې له مراجعه کوونکو زياتې پيسې اخلي.

فساد او بډو دې ته هم زمينه مساعده کړې چې ګڼ هغه کسان چې له دوولسم ټولګي فارغ نه دي او يا هېڅ اسناد نه لري، د پيسو او واسطو په بدل کې ځانته د  ډېرو پيسو او يا اوچتو واسطو په بدل کې اسناد جوړ کړي او خپلو رسمي چارو کې ورباندې پرمختګ وکړي.

د ولايتي شوراګانو او ولسي جرګې د تېرو دورو ټاکنې ددې جعل شاهدې دي، ځکه چې ګڼو وکيلانو پارلمان ته د لارې موندلو او په شخصي پوهنتونونو د لېسانس سند تر لاسه کولو لپاره د دوولسم ټولګي د فراغت جعلي اسناد جوړ کړي دي.

حل لاره څه ده؟

له سنتي يا دوديز اداري سيسټم نه ځان خلاصول، برېښنايي حکومتوالي، په ډيجيټلي يا کمپيوترايز ډول د زده کوونکو د تعليمي اسنادو او مشخصاتو ثبت او ترتيبول، په ولايتونو او حتى ولسواليو کې د پوهنې وزرات په رياستونو او مديريتونو کې يا لېسو کې د اسنادو د تر لاسه کولو اسانتياوې رامنځته کول، په وخت سره ولايتونو او مرکز کې د اسنادو د يوې دقيقې او نهايي کاپي ثبت، د مسلکي او ژمنو کسانو په کار ګومارل کولى شي چې ددغې ستونزې مخنيوى وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 10

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ګل رحمن رحماني په ١٣٦٥ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، ليسانس يې له ننګرهار پوهنتون او ماسټري يې د کابل پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې څخه اخيستې ده. تر دې دمه يې د ادبياتو په برخه کې ٢٧ ليکلي او ژباړلي اثار چاپ شوي، د ادبياتو ليکوال او نقاد دى، له ځينو رسنيو سره خبريال او مدير پاتې شوى. نوموړى له ٢٠١٢ کال راهيسې له پژواک خبري اژانس سره د غږيز سرويس د مشر، خبريال او د ژباړې څانګې د مسوول په توګه کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.